د لاس رسي وړ اتصالات

احمد مسعود د تاجکستان غونډه کې: د جمهوریت د سقوط په اړه مې کلونه مخکې اندیښنه څرګنده کړې وه


د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د چهار شنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیدنۍ نهمه) په تاجکستان کې د هرات د امنیتي غونډې په دویمه ورځ وویل چې کلونه مخکې یې د سیمې او نړۍ له بیلابیلو پلاوو او افغان شخصیتونو او ملي مشرانو سره په غونډو کې د جمهوریت د سقوط په اړه خپله اندیښنه شریکه کړې وه.

احمد مسعود زیاته کړه:" دغو نظریاتو، برداشتونو او اندیښنو ته نه پاملرنه د اګست د ۱۵ ناورین د رامنځ ته کیدو لامل شوه چې د یو ملت او یو هیواد د خلکو د آزادۍ، عزت، امنیت او مادي او معنوي پانګونو د لاس څخه تللو لامل شوه."

هغه زیاته کړه چې د جمهوریت د سقوط شواهد کلونه مخکې ښکاره شوي وو.

د طالبانو ضد مقاومت جبهې مشر زیاته کړه له طالبانو سره یې د سوله ایزې حل لارې د موندلو په هدف هر اړخیزه هڅه وکړه، خو دې هڅو له ناهیلې پرته بل څه تر شاه نه درلودل ځکه طالبان د مصالحې لپاره چمتو ندي.

احمد مسعود وویل:"موږ وپتیله چې طالبان نه یوازې هیڅ بدل شوي ندي بکلې د ځان غوښتنې په سیاست، تحجر او استبدادي سیاست باندې ډیر ټینګار کوي."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د تیر کال په جنوري میاشت کې په تهران کې له احمد مسعود سره وکتل. سره له دې چې متقي د هغې لیدنې په اړه جزیات ورنکړل خو ویې ویل چې د هغوی د حکومت ټول مخالفین کولی شي له اندیښنې پرته افغانستان ته ستانه شي.

له هغه وروسته د طالبانو د حکومت ویاند وویل یاده ډله هڅه کوي چې د افغانستان راتلونکې د ټولو لپاره د منلو وړ وي او د چا لپاره د مخالفت دلیل پاتې نشي، خو ددې په اړه یې څه ونه ویل چې آیا د مقاومت د جبهې سره به سوله وکړي که نه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې له مقاومت جبهې سره په نښته کې دي او په پنجشیر ولایت کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ په نښتو کې ، تل دواړو طرفونو ته د مرګژوبلې د اوښتو ادعاوي کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په دې ولایت کې د ملکي کسانو په وژنه او ځورونه هم تورن دي خو طالبان دا تورونه نه مني.

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته ژمنه وکړه چې اجازه به ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخیستل شي. خو احمد مسعود ادعا وکړه چې د طالبانو په مشرۍ افغانستان د "د نړیوالو او سیمه ایزو ترهګرو دلو د جنګیالیو د استخدام او روزنې په میدان بدل شوی دی."

هغه زیاته کړه:" د نړیوالو او سیه ایزو ترهګرو ځای پرځای کیدل او تعلیمات، د نشه یي توکو تولید او قاچاق، د پخواني حکومت د نظامیانو ترور او لادرکه کیدل، نیونې، ځورونې او صحرایي محکمې، اجباري کډې، جنګي جنایات، د بشریت ضد جنایات، نسل وژنه او ناامنیي، د قانون او داسې دولت نشتون چې ټول پکې ځانونه وویني، د هرې ورځې په تیریدو سره د افغانستان، سیمې او نړۍ خلک ګواښي."

د احمد مسعود تر څنګ د پخواني حکومت یو شمیر چارواکو او افغان سیاستوالو هم د طالبانو پر ډلې انتقاد وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا وویل چې د طالبانو دولت ناکام دی ځکه د هغه په وینا، طالبان د عدالت پر اساس ولاړ د یو همه شموله حکومت د جوړیدو اراده نلري.

سره له دې چې اکثریت افغان ګډون کوونکو د یادې غونډې له جوړیدو ملاتړ کړی او هغه یې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د یوې لارې د موندلو لپاره هڅه بللې خو پاکستان د استخباراتو د ادارې پخواني رئیس ورسره مخالفت کړی دی.

د ای اس ای پخواني رئیس اسد دراني وویل:" یوازې دا ډول کنفرانسونه، اعلامیې ، بحثونه او پر یو بل نیوکې څه نه بدلوي. په داخل کې تغیر د نورو دلایلو له امله رامنځ ته کیږي."

پاکستان یوازینی هیواد دی چې د طالبانو تیر حکومت یې په رسمیت پيژندلی وو او اوس هم له نړیوالې ټولنې غواړي چې د یادې ډلې حکومت په رسمیت وپيژني.

د ښځو او نجونو حقونه

په افغانستان کې د نجونو او میرمنو د حقونو رعایت هغه عمده موضوع و چې د غوندې ګډونوالو‌ پرې ټینګار وکړ.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د نجونو پر مخ د متوسطه او لیسه ښونځیو دروازې تړلي دي او د یو شمیر دولتي ادارو په استثنا یې میرمنې په بهر کې له کار کولو څخه هم منع کړي دي.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو شارژدافیرې کرن ډکر د هرات په امنیتي غونډه کې د ښځو د حقونو د رعایت په ټینګار سره وویل چې افغان میرمنې باید د خپلو حقونو د ترلاسه کیدو لپاره مبارزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس وست په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکیچ په اړه د مشورو په هدف جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې توماس وست ددغه اته ورځني سفر په ترځ کې چې د پنجشنبې په ورځ پیلیږي، د متحدو ایالتونو له شریکانو او افغانانو سره د افغانانو د حقونو د ساتنې او مشترکو امنیتي اندیښنو په اړه خبرې اترې کوي.

په تاجکستان کې د هرات په لسم امنیتي کنفرانس کې چې د افغانستان د سل ګونو سیاستوالو په ګډون ، د متحدو ایالتونو، کاناډا، بریټانیا، فرانسې او جرمني استازو هم ګډون کړی وو ، د طالبانو استازو حضور نه درلود. د امریکا غږ د دوامداره تماسونو سره سره، طالبانو ددې غونډې او پکې د ګډون په اړه څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG