د لاس رسي وړ اتصالات

توماس وست د افغانستان په اړه مشورو لپاره سیمې ته سفر کوي


د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس وست په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکیچ په اړه د مشورو په هدف جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې توماس وست ددغه اته ورځني سفر په ترځ کې چې د پنجشنبې په ورځ پیلیږي، د متحدو ایالتونو له شریکانو او افغانانو سره د افغانانو د حقونو د ساتنې او مشترکو امنیتي اندیښنو په اړه خبرې اترې کوي.

له دې مخکې ښاغلي وست د افغانستان د راتلونکې په اړه په "ملي او واقعي بین الافغااني خبرو" ټینګار کړی وو.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي " زموږ د اړینې همکارۍ په برخه کې له شریکانو سره د تعامل، د بشري ملاتړ د مجدد دوام او د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو او زده کړو څخه د دفاع په هدف‌" دغو دریو هیوادونو ته سفر کوي.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو استازي له دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو له خوا له زده کړو څخه د افغان نجونو بې برخې کول، افغانستان شاته پاتې کوي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې اوس په دې اړه د جدي اقداماتو وخت رارسیدلی دی او پر طالبانو باید فشار واچول شي.

د سیاسي چارو شنونکي محمد جواد رحیمي امریکا غږ ته وویل:" په افغانستان کې له اوسني کړکیچ څخه د وتلو لار، د سیمې هیوادونو ته د امریکا د خاص استازي سفر یو نیک خبر دی خو په افغانستان کې د نجونو او میرمنو د تحصیل او کار دوام، یو لړ فوري او عملي ګامونو ته ضرورت لري."

هغه زیاته کړه:" یو له هغو فوري او عملي اقداماتو څخه دادی چې ښاغلی وست له طالبانو سره مستقیمې خبري پیل کړي او د اړتیا په صورت کې او د اړینو سمونو د راوستو لپاره، پر طالبانو د سیاسي فشارونو له راوستو کار واخلي. د تیرو ۱۵ میاشتو پيښې دا رابرسیره کوي چې د جدي سیاسي فشارونو پرته، به طالبان اصلاحاتو ته غاړه کینږدي او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنو ته به پام ونکړي."

که څه هم یو نیم کال کیږي چې طالبان واک ته رسیدلي خو دې ډلې د نجونو مکاتب لا تړلي ساتلي دي، هغه کار چې پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

د افغانستان د بشري وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنسټ تیره میاشت وویل چې افغان میرمنې په پراخ ډول له کار، ټولنیز ژوند، اقتصادي او سیاسي فعالیت څخه محرومې شوي دي او د طالبانو ددې کار هدف له ټولنې څخه د میرمنو تري تم کول دي.

ټاکل شوېده په دې سفر کې توماس وسټ د بشري حقونو له مدافعینو، سوداګرو، سیاستوالو او د رسنیو د مشرانو په ګډون له هغو افغانانو سره وګوري چې په بهر کې ژوند کوي وګوري او د دغو ننګونو د هواري د څرنګوالي په اړه ورسره بحث وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی او د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح امریکا غږ ته وویل چې د توماس وست سفرونه موثر ندي ځکه د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د همه شموله حکومت د جوړیدو، د ښځو او نجونو د حقونو، نړیوالو ته د امنیت د ډاډ او د رسمیت پيژندلو په شان یو شمیر مسایل کنګ پاتې دي.

ښاغلي‌ مصباح زیاته کړه، پکار ده چې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازی په قطر کې له طالبانو سره مستقیما په لیدنه کې دغو ستونزو ته د حل اساسي لار پیدا او جدي بحث وکړي.

ښاغلي مصباح زیاته کړه:‌" پکار ده چې توماس وست له نړیوالو سره یوه همغږي رامنځ ته کړي تر څو دغو ستونزو ته د پای ټکی کیږي. افغانستان له شدید سیاسي او اقتصادي کړکیچ سره مخ دی، وضعیت ډیر مخ په خرابیدو دی."

د څه باندې یو کال په تیریدو سره تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی ندی. نړیوالې ټولنې ویلي دي چې په رسمیت د طالبانو پيژندل په افغانستان کې د همه شموله حکومت له جوړیدو، د نجونو او میرمنو د زده کړو او د ټولو افغانانو د بشري حقونو د تامین سره ارتباط لري.

XS
SM
MD
LG