د لاس رسي وړ اتصالات

احمد مسعود: د مجاهدینو مقاومت پیل شو، مرستو ته ضرورت لرو


د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود د طالبانو پر ضد د مقاومت د پیل خبر ورکړی او د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کاله پورې د طالبانو په وړاندې د خپل پلار مقاومت ته په اشارې وایي چې د هغه لاره تعقیبوي.

احمد مسعود په یوې مقاله کې چې په واشنګټن پست کې خپره شوې ویلي‌ چې طالبان یوازې د افغانستان د خلکو ستونزه نده. هغه وایي‌ پر افغانستان به د طالبانو تسلط ددې لامل شي چې دا هیواد د ترهګرو او اسلام پالو په اصلي پټنځای بدل شي او یو ځل بیا به په افغانستان کې د نړۍ پر دیموکراسي د بریدونو طرحه جوړه شي.

احمد مسعود چې په دې مقاله کې ځان د "افغانستان د مقاومت مشر"معرفي کړی، همدارنګه ادعا کړې چې په میلیونونه افغانان د "لودیځ په ارزښتونو" باور لري.

د ښاغلي مسعود په وینا، افغانانو د ازادې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره اوږده مبارزه کړېده څو میرمنې وکړای شي ډاکټرانې او خبریالانې شي او ځوانان وکړای شي موسیقي واوري او نڅاوي‌ وکړي.

احمد مسعود د خپلو پلویانو ترمنځ په "ځوان امر صاحب" مشهور دی، په دې مقاله کې همدارنګه ټینګار شوی چې پنجشیر د آزادي وروستۍ سنګر دی او ویلي دي چې له خپلو ملګرو سره به ددې ولایت دفاع وکړي.

د احمد شاه مسعود زوی د واشنګټن پست په مقاله کې همدارنګه ویلي‌ دي چې له طالبانو سره د جګړې لپاره په پنجشیر کې د وسلو او مهماتو زیرمې لري چې د پلار د ژوندون له وخته یې پاتې دي، د هغه په وینا د دا ډول ورځې انتظار یې درلود.

احمد مسعود د واشنګټن پست په دې مقاله کې ادعا کړېده چې په تیرو ۷۲ ساعتونو کې دده په غوښتنه یو شمیر افغانان له خپلو وسلو سره د طالبانو په وړاندې د مقاومت په هدف پنجشیر ته تللي دي. نوموړی‌ وایي‌ د ملي پوځ سرتیري او د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني غړي چې د هغه په وینا د خپلو قومندانانو په تسلیمیدو په قهر دي، له دوی سره یوځای شوي دي.

له دې ټولو سره سره ، احمد مسعود د طالبانو په وړاندې په مقاومت کې د غربي‌ هیوادونو د ملاتړ غوښتنه کړیده.

احمد مسعود په داسې حال کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې د مقاومت د جوړیدو خبر ورکوي چې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل، د طالبانو رهبري د یوه ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره هڅه کوي څو ټول افغانان پکې خپل استازي وویني.

XS
SM
MD
LG