د لاس رسي وړ اتصالات

غني متحده عربي اماراتو ته تللی دی


د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې محمد اشرف غني او کورنۍ یې په اماراتو کې اوسیږي.

پدې لنډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) خپره شوه راغلي دي: "د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو وزارت تائیدولی شي چې متحده عربي اماراتو د بشر دوستۍ له مخې د جمهور رئیس اشرف غني او د هغه د کږرنۍ هر کلی کړی دی."

محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ پداسې حال کې چې د کابل ښار د طالبانو تر محاصرې لاندې و له افغانستان ووت او څو ساعته وروسته طالبان کابل ښار او د جمهوري ریاست ارګ ته ننوتل.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) د افغانستان څخه د وتلو څو ساعته وروسته د فیسبوک په یو پیغام کې ولیکل: " نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم."

ښاغلي غني پدغه پیغام کې چې اوس د اشرف غني د رسمي پاڼې په غیر فعال کیدو سره د لاس رسي وړ ندی لیکلي وو چې د وینې تویدنې او د کابل د ویجاړیدو د مخنیوي لپاره له افغانستان څخه وتلی دی. هغه همداشان پدې پیغام کې ویلي وو چې که په افغانستان کې پاته شوی وای زیات شمیر خلک وژل کیدل او د کابل ښار د بربادۍ او ویجاړۍ سره مخامخ کیده، چې نتیجه به یې د کابل ښار کې د شپږ میلیون نفوس به لرلو سره "ستر بشري ناورین" وای.

تر اوسه د ښاغلي غني د اوسیدو ځای مشخص نه و، داسې اټکلونه کیدل چې ګواکې هغه عمان ته تللی دی.

متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي عربستان یواځې د نړۍ درې هیوادونه وو چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و.

XS
SM
MD
LG