د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکایي پوځیان ممکن د اګست وروسته هم افغانستان کې پاتې شي


د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن وایي ددې هیواد پوځیان به تر هغه په افغانستان کې پاتې شي څو ټول امریکایي اتباع له هغه هیواده نه وي وتلي.

ښاغلي بایډن د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۸ له اې بي سي شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه که د ټولو امریکایي اتباعو ایستل حتی په افغانستان کې د اګست میاشتې تر ۳۱ وروسته وخت کې د پاتې کیدلو په مانا وي، امریکایي پوځيان به په کابل کې پاتې شي.

د جوبایډن د پخواني اعلان له مخې، ټاکل شوېده ټول بهرني پوځیان د روانې میلادي میاشتې په پای کې له افغانستان څخه ووځي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکین د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) د بریټانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډومنیک راب سره په افغانستان کې د ډیرې همغږۍ د دوام په اړه بحث وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغو دوو چارواکو د افغانستان په باب د مختلفو مسایلو په ځانګړې ډول" د نړیوالو تعهداتو، امنیت او د افغان او بهرنیو اتباعو د مصونیت په اړه خبري کړي دي."

دغه امریکایي او بریټانیایي چارواکي په داسې حال کې خبري کوي چې امریکا او د واشنګټن اروپايي او غربي متحدین هڅه کوي د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې خپل زرګونه اتباع او افغان همکاران وباسي.

امریکا اوسمهال په کابل کې د ۴۵۰۰ په شاوخوا کې پوځیان لري او هڅه کوي چې امریکایي اتباع، د ځانګړو ویزو درلودونکي افغان همکاران او یو شمیر نور هغه کسان چې د طالبانو له تهدید سره مخ دي وباسي.

سره له دې چې د طالبانو لاس ته د کابل له لویدو وروسته د کابل پر نړیوال هوایي ډګر د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې اما د امریکا دفاع وزیر لائید آسټن وایي چې تر اوسه د امریکایي پوځیانو او طالبانو ترمنځ کوم ناوړه چلند ندی شوی.

ښاغلي آسټن د چهار شنبې په ورځ د اګست ۱۸ ( زمري ۲۷) وویل امریکایي پوځیانو او طالبانو تر اوسه له یو بل سره له دښمنۍ ډک برخورد ندی کړی او په کابل کې د امریکایي سرتیرو او د طالبانو د قومندانانو ترمنځ ارتباطي خطوط پرانیستي دي.

XS
SM
MD
LG