د لاس رسي وړ اتصالات

غني: توطیه وه چې په دار وځړول شم، د فاجعې د مخنیوي لپاره مې وطن پریښود


محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

محمد اشرف غني په یو ویدیویي پیغام کې ویلي چې د یوې لوې توطیې او د یوې غمیزې د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره چې په وینا یې "د افغانستان تاریخي دښمن" په کې لاس درلود د افغانستان نه وتلو ته اړ شو.

"ماسپښین [یکشنبه اګست ۱۵] د دفاع وزارت ته روان وم چې د کابل ښار د نظم لپاره د سوق او دفتر ته لاړ شم.ناڅاپه زما امنیتي مسولین ددې لپاره راغلل چې یوه لویه دسیسه شنډه کړي، زه یې له ساحې وایستلم."

هغه ویلي چې سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې کابل ته نه داخلیږي ددې ډلې غړي د یکشنبې په ورځ د ارګ په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او افغان امنیتي مسولینو د امنیت د تامینولو توان له لاسه ورکړی و.

ښاغلي غني همداشان وویل، یا باید پاته شوی وای او د کابل د ویجاړې او وینې تویدنې شاهد وای او یا هم باید له هیواده وتلی وای: "څو دقیقې وروسته له هغې چې مجبور کړای شوم چې له کابل ووځم طالبان او ناپیژندل شوې څیرې چې زمونږ د هیواد په ژبو بلد نه وو ارګ ته دننه شول. ارګ ته [د طالبانو] د رسیدو په لار کې هیڅ ډول مقاومت ونشو، هغوی اتاق په اتاق ګرځیدل چې ما پیدا کړي."

د طالبانو له لورې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله په دار کولو ته په اشارې ښاغلي غني وویل: " تصمیم دا و هغه څه چې ۲۵ کاله مخکې په افغانستان کې پیښ شوي وو تکرار شي. که زه پاته شوی وای یو ځل بیا د افغانستان جمهور رئیس د افغانانو د سترګو په وړاندې په دار ځړول کیده او یا هم یوه لویه له شرمه ډکه تاریخي فاجعه تکرار کیدله. تاسو ته معلوم دي چې زه د باعزته مرګ نه یم ډاریدلی او نه هم ډاریږم، خو د افغانستان بې عزتي راته د منلو وړ نه وه او نه ده."

د یو شمیر افغانانو ددې تورونو په غبرګون کې چې ګواکې ښاغلي غني د افغانستان څخه د وتلو پر وخت زیات شمیر پیسې له ځانه سره وړي، اشرف غني وویل چې هیڅ پیسې یې له ځانه سره ندي وړي او حتی ندی توانیدلی چې د وطن نه د وتلو پر وخت خپلې چپلکې وباسي او بوټان پر پښو کړي او خپل شخصي یاداشتونه او د لپ‌تاپ کمیوتر یې چې د "دولتي محرمو اسنادو" جز دي او اوس د "نورو لاس ته لویدلي" له ځانه سره یوسي.

هغه هغو کسانو ته په خطاب کې چې د افغانستان څخه د وتلو په اړه یې مخکې له مخکې قضاوت کوي وویل: "هغوی چې قضاوت کوي چې ما خیانت کړی او افغانستان مې خرڅ کړی تر هغه چې ددې فاجعې د عمق په اړه یې مستند معلومات ندي اوریدلي له قضاوت نه دې ډډه وکړي...هر چا چې درته وویل ولسمشر مو تاسې خرڅ کړئ او د مالي ګټې او د ځان د حفظ لپاره وتښتید، باور مه کوئ."

محمد اشرف غني وایي له افغانستان څخه له وتلو دمخه یې هڅهد کړې وه چې د طالبانو سره د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو او د واک د سوله ییز انتقال او د وینې تویدنې د مخنیوي لپاره مذاکره وکړي.

کابل ته د طالبانو له ورتګ وروسته اوس د عبدالله عبدالله، حامد کرزي په مشرۍ د یو ټول شموله حکومت د رامنځته کیدو لپاره مذاکرات پیل شوي. ښاغلي غني وویل چې ددغو مذاکراتو ملاتړ کوي.

هغه وویل چې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړي او په وینا یې هغوی نده بایللې بلکه هغه څه چې په افغانستان کې وشول "د افغانستان د حمومت د رهبرۍ سیاسي ناکامي، د طالبانو د سیاسي رهبرۍ ناکامي او هم د افغانستان د نړیوالو همکارانو سیاسي ناکامي وه."

د افغانستان د سولې د بهیر په هکله د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د حکومت په کړنو باندې د انتقاد او اشارې پرته ښاغلي غني وویل: "که څه هم چې د ټرمپ په اداره کې دا وار وار اټکل شوی و چې باید د سولې بهیر د افغانانو د تجربو په اساس او نړیوالو معیارونو پرمخ بیول شي، خو داسې ونه شول."

ولسمشر بایډن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په یوه وینا کې وویل چې د افغانستان وضعیت د اټکلونو برخلاف بدل شو. هغه وویل چې د افغانستان سیاسي مشران "لاس په سر شول او د افغانستان نه وتښتیدل" او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم له مقاومت نه لاس واخیست او سقوط یې وکړ.

اشرف غني په خپل ویدیویي پیغام کې ویلي چې د تیښتې او جلاوطنۍ نیت نلري او اوس په اماراتو کې دی تر څو "د وینې تویدنې او فاجعې" مخنیوی وشي. هغه وویل: "همدا اوس په مشورو بوخت یم چې افغانستان ته لاړ شم او د عدالت د تامین، د افغانانو او د هیواد د حاکمیت او د افغانستان د خلکو د واقعي، اسلامي او ملي لاسته راوړنو لپاره سره ګډه مبارزه وکړو."

XS
SM
MD
LG