د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو کمېسیون طالبانو ته: د دوحې تړون په اساس تاوتریخوالی کم کړئ


یاد کمېسیون له طالبانو د سرتاسري اوربند غوښتنه هم کړې ده.
یاد کمېسیون له طالبانو د سرتاسري اوربند غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې د دوحې د تړون په اساس په دغه هیواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

دغه کمېسیون په غور ولایت کې د تیري یکشنبې ورځې موټر بم چاودنې ته چې ۲۲ ملکي وګړي پکې ووژل شول او ۱۲۶ نور ټپیان شول په اشارې ویلي چې دا ډول بریدونه د جګړې د قانون خلاف دي او له نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د سې شنبې په ورځ اکتوبر۲۰ (تلې۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي: "کمېسیون له طالبانو څخه غواړي چې د خپلو ژمنو په اساس تاوتریخوالی کم کړي، د ملکي وګړو له وژلو څخه لاس واخلي، د نړیوالې ټولنې او افغانانو د غوښتنې سره سم د یوې اړتیا په توګه هر څومره چې ژر کیږي اوربند باندې موافقه وکړي."

د غور مرکز فیروز کوه کې د یادې موټر بم حملې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دغه کمېسیون همدارنګه ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې روان بهیر ته زیان رسوي او د دې ترڅنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالی د سولې بهیر له خنډ سره مخ کوي.

بلخوا په کابل کې د بریتانیا سفارت هم په افغانستان کې روان تاوتریخوالی «وحشتناک» بللی او په هلمند کې د طالبانوب بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی یې غندلی دی.

دغه سفارت په اعلامیې کې زیاته کړې: "موږ په هلمند کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن یو، له ټولو اړخونو څخه غواړو چې د اوربند ټینګېدو په اړه هڅې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلو تېره ورځ یو ځل بیا د اختلافي مسائلو په اړه ناسته کړې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم غړي او ویاند نادر نادري ویلي چې ورته ناستې او بحثونه به دوام ولري.

تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وویل چې د خبرو پر مېز د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي پر زیاتوالي باور خطر ناکه چلند دی.

XS
SM
MD
LG