د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کې د خلکو د کمرنګې ونډې لاملونه


افغان ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ تر سره شوې
افغان ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ تر سره شوې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د بېلابېلو لاملونو له‌مخې په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمرنګه وه.

د شبنم صالحي په نوم دکمېسیون یوې کمېشنرې د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر۲۹مه «تلې ۷مه» پر ولسمشریزو ټاکنو د خپل نظارت د پایلو د شریکولو پرمهال وویل، چې په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګې ونډې یو اساسي لامل د ټرانسپورټي اسانتیاو نشتوالی و.

اغلې صالحي وویل: زما په نظر په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګې ونډې بل لامل عمومي او بین الافغاني فضا د ټاکنو پر ضد وه، یعنې تر وروستۍ ورځې افغان سیاسیون په دې نظر و، چې ټاکنې نه تر سره کېږي، او دوی اکثرو د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکوئ."

د بشري حقونو کمېسیون پر تېرو ټاکنو د خلکو بې باوري، په یادو ټاکنو کې د خلکو د کمرنګې ونډې د یو بل اساسي لامل په توګه یادوي.

خو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دغه کمېشنره وايي، چې په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ونډه د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې نشي راوستلی.

د دغه کمېسیون موندنې ښيي، چې د رای ورکوونکو په لېست کې ستونزې، پر ټاکلې وخت د ټاکنو کمېسیون د کار کوونکو نه حاضرېدل، تخنیکي ستونزې، پر ټاکلې وخت د رای اچونې بهیر نه پیلېدل، امنیتي پېښې، له رای ورکولو څخه د زندانیانو محرمېدل او په ټاکنو کې د معلولو وګړو کمرنګه په ټاکنو کې د نورو ستونزو په توګه یادوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ۲۲۰ تنو ناظرینو تېره ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ولسمشریزو څارنه کول.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پرون شنبه د مېزان پر شپږمه نېټه سهار اوه بجې پیل شوې او مازدیګر پنځه بجې پای ته ورسېدې.

د ټاکنو کمېسیون وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د هېواد په کچه په ۲۵۷۹ مرکزونو کې یو میلیون ۵۱زره ۹۹۸ تنو رایه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG