د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ ولسوالۍ کې د مرګ‌ژوبلې په اړه ضد او نقیضې ادعاوې


د بلخ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډې د هوايي برید په نتیجه کې دغې ډلې ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۵مه (چنګاښ پنځمه) امریکا غږ ته وویل چې دا هوايي برید تیره شپه شوی دی.

هغه زیاته کړه: "تیره شپه دفاعي او امنیتي کشفي ځواکونو د بلخ ولسوالۍ په وزیرآباد کلي کې د دښمن یوه غونډه کشف او په چټکۍ سره یې ورباندې هوايي برید وکړ او د طالبانو اړوند ۲۵ تنه یې له منځه بوتلل. موږ د ملکي تلفاتو راپور ردوو".

خو د دغه کلي یو شمیر اوسیدونکي ادعا کوي چې دا هوايي برید پر ولسي وګړو شوی دی.

د دغې پېښې په غبرګون نن د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ لسګونو اوسیدونکو په مزار شریف ښار کې لاریون وکړ.

دغو معترضینو د پېښو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.
دغو معترضینو د پېښو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.

د بلخ ولسوالۍ د وزیرآباد د کلي اوسیدونکي عبدالرحمان چې د دې پېښې شاهد وو امریکا غږ ته وویل، چې په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغه وویل: "د شپې یوه بجه وه چې الوتکې د خلکو په کور بم واچوه، د یوې کورنۍ دوه ماشومان او مور او پلار یې ووژل شول او زما یو میلمه هم ټپي شو. په دې کلي کې هیڅ جګړه او هیڅ خبره نه وه...".

دغو اعتراض کوونکو په هوايي برید کې د وژل شوو کسانو جنازې د بلخ د والي دفتر مخې ته وروړې وې او د عدالت غوښتنه یې کوله.

XS
SM
MD
LG