د لاس رسي وړ اتصالات

تېرکال هره میاشت "شاوخوا ۲۳۵ ملکي افغانان"وژل شوي


د بشري حقونو کمېسیون د ملکي تلفاتو په اړه خپل راپور خپور کړ
د بشري حقونو کمېسیون د ملکي تلفاتو په اړه خپل راپور خپور کړ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک وايي کمېسیون جنګ جګړو په ۲۰۱۹ کې لږ تر لږه ۲۸۱۷ ملکي افغانان وژلي دي.

د ۲۰۱۹ په تاوتریخوالي کې ۷۹۵۵ نور افغانان ژوبل شوي هم دي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۵) د ملکي تلفاتو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

په وژل شویو کسانو کې ۴۴۵ ماشومان او ۲۸۲ ښځې دي. کمېسیون وایي تېرکال د ښځو تلفات زیات وو. په ۲۰۱۸ کې ۲۶۵ ښځې په تاوتریخوالي کې وژل شوي وې.

د دغه کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري وویل: "په وژل شویو او زخمیانو کې ۶۸۴۵ نارینه، ۹۷۴ ښځې او ۲۶۹۶ماشومان شامل دي." د دومره تلفاتو سره سره کمېسیون وايي د ۲۰۱۸ په پرتله په ۲۰۱۹ کې ملکي تلفات ۷.۲۸ سلنه کم شوي دي.

د ملکي تلفاتو مسول څوک دي؟

کمېسیون د دغې مرګ ژوبلې ۷۱ فیصده پړه پر وسله والو طالبانو اچوي. همدغه راز پنځه فیصده د داعش او ۱۴فیصده د دولتي ځواکونه او نړیوالو ملاتړو د بریدونو او عملیاتو له امله بولي.

ښاغلي نظري وویل چې تېرکال ډېر تلفات د چسپکي او سړک غاړې ماینونو او نورو چاودنو، وسله والو نښتو او ځانمرګو بریدونو له کبله وو. ښاغلي نظري وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې په هوايي بریدونو کې هم ۴۸۵ ملکيان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

په راپور کې د شپې په عملیاتو کې ملکي تلفات ۷۹ سلنه زیات شوي او تېرکال په دا ډول عملیاتو کې ۸۲تنه وژل شوي دي. د تېرکال په تلفاتو کې د نهه فیصده ملکي افغانانو د وژل کېدو او زخمي کېدو علت معلوم نه دی.

وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر دا مهاله د بشري حقونو کمېسیون د راپور په اړه تبصره نه ده کړې خو افغان حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب یې له لومړیتوبونو څخه دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون یو ځل د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د کمېسیون د راپور په اساس په ۲۰۱۸ کې په تاوتریخوالي کې "۳۲۷۷ ملکي افغانان وژل شوي وو او ۸۳۳۴ نور ټپیان" شوي وو.

XS
SM
MD
LG