د لاس رسي وړ اتصالات

القاعدې یو استرالیايي ډاکټر چې ۷ کاله ورسره بندي و پرېښوده


ډاکټر ایلوټ اووه کاله له القاعده سره بندي‌ و
ډاکټر ایلوټ اووه کاله له القاعده سره بندي‌ و

د استرالیا حکومت نن جمعه مۍ ۱۹ (غوايي ۱۹) وویل چې په لویدیځې افریقا کې د القاعدې د افراطیانو له لوري نیول شوی استرالیايي ډاکټر پرېښودل شوی دی.

دغه ډاکټر کینت ایلوټ نومېږي او ۸۸ کاله عمر لري. هغه اووه کاله مخکې نیول شوی و او د القاعدې جګړه مارانو سره یرغمل و.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني ونګ وویل چې ایلوټ روغ رمټ دی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

ایلوټ په ۲۰۱۶ کال کې له خپلې مېرمنې جاسلین ایلوټ سره یو ځای له مالي سره د بورکینا فاسو سرحد ته نژدې د جیبو په سیمه کې ونیول شول.

دوی دواړو په دغې سیمې کې له شاوخوا ۴۰ کالونو راهېسې د یو ۱۲۰ بستریز کلینیک چارې مخې ته وړلې.

د کینت ایلوټ میرمن له نیول کېدو څخه درې اوونۍ وروسته له کوم شرط او قید پرته پرېښودل شوه. هغه وخت کې د القاعدې «اسلامي مغرب» څانګې ویلي وو چې د خلکو د فشار او د «مشرانو د لارښوونو» په اساس، چې ښځې باید په جګړې کې دخیلې نکړای شي، جاسلین پرېښې وه.

د ډاکټر کینت کورنۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «۸۸ کلن ډاکټر ایلوټ چې ډېر کلونه له خپلې کورنۍ څخه لېرې و، اوس د استراحت او قوت د بیا ترلاسه کولو لپاره، وخت او محرمیت ته اړتیا لري. ستاسو د درک او خواخوږۍ منندوی یو.»

د هغه د خوشې کېدو د کره نېټې او دا چې څنګه خوشې کړل شوی دی، په اړه ډېر معلومات خپاره شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG