د لاس رسي وړ اتصالات

الکول تر جگړې، ایډز او ترافیکي پیښو زیات انسانان وژني


د ښځو په پرتله نارینه په عمده توگه د الکولو قربانیان دي
د ښځو په پرتله نارینه په عمده توگه د الکولو قربانیان دي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د الکولو څښل هر کال په ټوله نړۍ کې درې میلیونه انسانان وژني او له هرو ٢٠ تنو نه چې مري د یو تن مړینه د الکولي مشروباتو نه د استفادې په وجه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې دغه شمیره په نړۍ کې د جگړو او تاوتریخوالي، د ایډز ناروغۍ او ترافیکي پیښو په وجه د مجموعي مړینو څخه زیاته ده.

پدغه رپوټ کې راغلي دي چې په نشه کې د موټر چلولو، د الکولو د څښلو زیږنده تاوتریخوالي او ناروغۍ په وجه تلفات د الکولو د څښاک له درکه د رامنځ شویو مړینو په جمله کې راغلي دي.

نارینه په عمده توگه د الکولو قربانیان دي او د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې ٧٥ فیصده کسان چې د الکولو د څښاک په وجه مري نارینه دي.

د روغتیا د نړیوال ستزمان شمیرې ښیي چې یواځې په ٢٠١٦ کال کې په ټوله نړۍ کې درې میلیونه وگړي د الکولو د څښلو په وجه مړه شوي دي چې دغه شمیره په هغه کال کې د انسانانو د مړینې ٥،٣ فیصده وه.

په ٢٠١٦ میلادي کال کې ١،٨ فیصده انسانان د ایډز ناروغۍ، ٢،٥ فیصده په ترافیکي پیښو او صفر عشاریه اته فیصده د جگړې او تاوتریخوالي په وجه تلف شوي وو.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم گیبریسوس، ویلي دي چې "اوس ددې وخت دی ترڅو داسې اقدامات وشي چې ددغه جدي گواښ په وړاندې چې د ټولنو د ودې مخه نیسي، مخنیوی و‍."

د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ د الکولو د صحي اضرارو په گوته کولو سره لکه د ځیگر او سرطان ناروغۍ اټکل کړی دی چې په نړۍ کې شاوخوا ۲۳۷ میلیون نارینه او ۴۶ میلیون ښځې د الکولو د څښاک په وجه د رامنځ ته شویو اختلالاتو نه رنځیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان پدغه هر اړخیز رپوټ کې ویلي دي چې شاوخوا ۱۵ په سلو کې نارینه او ٣،٥ په سلو کې ښځې په اروپا او ۱۱،۵ په سلو کې نارینه او ٥،١ فیصد زنانه په امریکا کې د الکولو د څښاک له وجې اغیزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG