د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتورانې بایډن ته: د افغان میرمنو د ساتنې طرحه جوړه کړئ


امریکایي سناتورانو ویلي چې د طالبانو تر راتګ مخکې ۳.۵ میلیون نجونې ښوونځیو ته تللې
امریکایي سناتورانو ویلي چې د طالبانو تر راتګ مخکې ۳.۵ میلیون نجونې ښوونځیو ته تللې

د امریکا د متحده ایالتونو د سنا مجلس ښځینه غړو د پنجشنبې په ورځ نومبر څلورمه (لړم۱۳) جمهور رئیس جوبایډن ته د یوه لیک په استولو سره د افغان میرمنو او نجونو د ساتنې غوښتنه کړېده.

دغه لیک چې د سنا د ټولو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو ښځینه غړو له خوا لاسلیک شوی، د بایډن له حکومت څخه د داسې یوه پلان د جوړېدو غوښتنه شوې چې له مخې یې د افغان میرمنو او نجونو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او اساسي بشري حقونه خوندي وساتل شي.

دغو امریکایي سناتورانو په لیک کې څرګنده کړې چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل په بندیدو سره د افغان نجونو او میرمنو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شوي دي.

په لیک کې ویل شوي، افغان میرمنو لوړې زده کړي کړي، له کاري ځواک سره یوځای شوي او د افغانستان د عامه خدماتو برخه شمیرل کیږي.

په لیک کې څرګنده شوې:" تېر کال شاوخوا ۳.۵ میلیونه نجونې په ښوونځي کې وې او ۱۰۰ زره میرمنې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاملې شوی وې."

امریکایي سناتورانو په لیک کې ویلي افغان میرمنې او نجونې د یوه قانوني دولت د نه شتون او د هغوی د ساتنې لپاره د نظامي ځواک د نشتوالي له امله، د طالبانو له رژیم څخه رنځیږي، ځکه هغوی ظالمانه، د منزوي‌ کیدو او د ژوند د ازادیو د سلب کولو سابقه لري.

ښځینه امریکایي سناتورانو څرګنده کړې چې طالب مشرانو په نوې حکومت کې له میرمنو سره د ښه چلند ژمنه کړې وه چې اوس خپلو تعهداتو ته ژمن ندي. لیک کې ویل شوی چې میرمنې قصدآ وهل شوي او وژل شوي دي.

په دغه لیک کې د امریکا جمهور رئیس ته ویل شوي:" تاسې تعهد کړی دی چې د میرمنو او نجونو د حقونو د تامین په برخه کې به په طالبانو فشار اچوئ او تاسې څرګنده کړې چې امریکا به د افغانستان له اوسیدونکو سره دوامداره شراکت ساتي او د طالبانو د قوانینو په وړاندې به مقاومت کوي."

د امریکا د سنا مجلس ښځینه غړو ویلي دي چې ددغو هڅو د ملاتړ او بریالي کیدو لپاره به له حکومت سره د قانون جوړونې او تعامل په کولو سره ملاتړ وکړي.

د لیک په پای کې ښځینه امریکایي سناتورانو ویلي، افغان میرمنې او نجونې د هغوی اقدام ته ضرورت لري.

په داسې حال کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کیږي چې طالبان د روان میلادي کال د اګست په ۱۵ نیټه په ټول افغانستان واکمن شول او د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت وپاشل شو.

امریکا د روان کال د اګست میاشتې په پای کې په افغانستان کې خپل شل کلن ماموریت پای ته ورساوه او خپل ټول سرتیري یې له هغه هیواد څخه ویستل.

سره له دې چې طالبانو د افغانستان په یو شمیر برخو کې ابتدایه مکاتبو ته د نجونو د تګ اجازه ورکړې خو د متوسطه او عالي لیسې زده کوونکي دا اجازه نلري، اما طالبانو ویلي دي چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG