د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک څه باندې ۷۰۰ افغان غړي لا هم افغانستان کې پاتې دي


د المپیک نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۲۶ (لړم څلورمه) ویلي دي چې د یادې ټولنې څه باندې ۷۰۰ غړي د طالبانو په رژیم کې په خطر کې پاتې دي.

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر ټوماس بچ په سپټمبر میاشت کې ویلي وو چې د توکیو د لوبو ټول افغان لوبغاړي او همدارنګه دوه تنه نور چې هیله ده د ۲۰۲۲ کال ژمني المپیک ته لاره پیدا کړي، له هغه هیواده وتلي دي.

طالبانو د تیرې میلادي میاشتې په پنځلسمه نیته وروسته له هغه په افغانستان کې د چارو واګی واخیست چې د امریکا له ملاتړ څخه د برخمن حکومت مشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه ووت.

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر وویل:"دا عمدتا هغه نجونې او میرمنې دي چې سپورت کوي او همدارنګه هغه کسان دي چې له هغوی ملاتړ کوي او سپورت ته د میرمنو د لاسرسي د پراختیا هڅې کوي."

د المپیک مشر د المپیک د افغان لوبغاړو په اړه د خپګان په ښودلو سره وویل چې د المپیک نړیواله کمیټه له دوو مختلفو لارو څخه له هغوی سره د مرستې لپاره هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه، لومړی هر راز هڅه کیږي چې هغوی خوندي هیوادونو ته انتقال شي. دویم د المپیک نړیوالې کمیټې ته ویل شوي هغه کسان چې باید پاتې شي خوړو او جامو ته د لاسرسي په برخه کې د بشري کړکیچ څخه ځوریږي.

د المپیک چارواکو زیاته کړه، د قطر د المپیک ملي کمیټې په دواړو مواردو کې له کابل څخه د ټرانسپورت او د بشري مرستو د ویش لپاره د لوژیستیکي همکارۍ وړاندیز کړی دی.

XS
SM
MD
LG