د لاس رسي وړ اتصالات

په فلورېډا ایالت کې د کروناویروس ټول محدودیتونه ختمیږي 


د فلورېډا والي وايي چې کاروبار او ژوند به بېرته عادي کړي
د فلورېډا والي وايي چې کاروبار او ژوند به بېرته عادي کړي

په داسې حال کې چې د کروناویروس له کبله په امریکا کې د مړو شمېر تر ۲۰۰زره واوښت، د فلورېډا والي وايي چې په خپل ایالت کې به ژوند او کاروبار بېرته عادي‌ حالت ته وګرځوي.

والي ران ډي سانتیز، چې دجمهوریت غوښتونکیو د ګوند غړی دی، وايي چې د ژوند او کاروبار د بیا عادي کولو په درېیمه مرحله کې به د کرونا له کبله د لګول شویو محدودیتونو د لېرې کولو په ګډون، په رستورانتونو، نڅاځایونو او مۍ خانو کې به هم د خلکو په راټولېدو محدودیت او بندیز ختم شي.

د دغه پلان په اساس هغو ادارو ته چې د کرونا له کبله یې کارکوونکي له کور څخه کار کوي، اجازه ورکول کیږي چې دفترونه بېرته پرانیزي او خپل کارکوونکي بېرته وروغواړي.

همدغه راز کارکوونکو ته د سفر کولو د اجازې تر څنګ، ورزشي کلبونه او د موسیقۍ پروګرامونه هم بېرته پرانیستل کیږي.

والي ډي سانټېز د جمعې په ورځ سپتمبر۲۵ (تلې۴) په یو خبري کنفرانس کې وویل: « هر تجارت د فعالیت حق لري... تاسو نشی کولای چې له شپږ میاشتني بندیز وروسته، بیا هم خلکو ته، نه ووایاست او په یو نامعلوم حالت کې یې وساتئ.»

د نوي پلان له مخې د فلورېډا په ایالت کې به د خلکو ترمنځ د فاصلې ساتل هم له منځه ځي او د ماسک نه تړل کېدو له کبله لګول شوې جریمه هم ځنډول شوې ده او نور احتیاطي اقدامات هم ختمیږي.

فلورېډا د امریکا د هغو ایالتونو په ډله کې وه چې کروناویروس ډېره وځپله. د فلورېډا ایالت د روغتیا څانګه وايي چې د مارچ له لومړۍ نېټې را وروسته په دغه ایالت کې ۶۹۵۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر دې دمه ۱۴۰۸۳ نور مړه شوي دي.

د جولاۍ په میاشت کې د فلورېډا والي ټول کاروبارونه وتړل چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي، د کاروبارونو د تړل کېدو له کبله په دغه ایالت کې د بېکارۍ کچه ۱۱.۳سلنه لوړه شوه.

ښاغلي ډي سانتیز وویل چې هغه به د خپل پلان په اساس مخ ته ځي،‌ ځکه چې د هغه په وینا په فلورېډا کې د کرونا څخه د رغېدلیو کسانو فیصدي ۹۴ ده او له دې کبله په روغتونونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر هم بیخي کم شوی دی.

خو راپورونه وايي چې په دغه سیمه کې د کروناویروس پېښې کمې شوې نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر تر ۲۰۰زرو واوښت او څه باندې اوه ملیون نور خلک د کرونا په ویروس اخته شوي‌دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دمه د کرونا له کبله په نړۍ کې ۳۲.۵ میلیون کسان په دغه ویروس اخته شوي‌ او څه باندې ۹۸۹زره نور مړه شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG