د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې قهریدلو خلکو قران ته د سپکاوي په تور د یو مسیحي کور سوځولی

سلګونو پارېدلو مسلمانانو د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د قران د څو پاڼو د سوځولو په تور یو مسیحی وهلی او کور یې تر لوټ تالان وروسته سوځولی دی.

پیښه د پنجاب ولایت سرګودهې ښار مجاهد کالونۍ کې شوې.

په سیمې کې د پولیسو مشر اعجاز مالهي ویلي چې قهریدلو مسلمانانو د دې مسیحي پلار هم وهلی خو پولیس پر وخت سیمې ته ورغلي او دواړه زوی او پلار یې ژغورلي دي.

د پولیسو مشر ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او په سیمې کې د پیښې په هکله پلټنې پیل شوي. قهریدلو خلکو د دې مسیحي د بوټانو جوړولو یوه وړه کارخانه هم په بشپړه توګه سوځولې ده.

پولیس وایي د قهریدلو کسانو د خپرولو لپاره یې په سیمې کې د مذهبي مشرانو څخه مرسته غوښتې وه. د پنجاب حکومت دا پیښه غندلې ده.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې په اخ او ډب کې ۱۰ امنیتي پرسونل ټپي شوي هم دي. پولیسو د ښار مسیحي میشتو سیمو ته سلګونه پولیس او نور امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو لپاره استولي دي.

د پنجاب ایالت یو جګپوړي افسر امریکا غږ ته ویلي چې د پیښې په تړاو نږدې ۲۰ تنه نیول شویدي او دا ژمنه یې هم کړي چې ښایي نور کسان ونیول شي.

په پاکستان کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تورونه وخت ناوخت په مسیحانو لګول کیږي.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان په لاهور ښار کې قهرجنو خلکو پر یوې ښځې له دې امله برید وکړ چې پر جامو یې لیکل شوي عربي کلیمې "ګواکې قراني ایات" دي، خو نوموړې د پولیسو په مداخله د قهرجنو خلکو له منګولو څخه وژغورل شوه.

همدارنګه د پاکستان قاضي القضات ته هم د نامعلومو سرچینو له خوا د مرګ ګواښونه وروسته له هغې وشول، چې یو کس ته یې چې د لیکلو متنو پواسطه اسلامي مقدساتو په سپکاوي تورن شوی و، د خوشي کېدو حکم صادر کړی و.‌

تېر کال د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز غیر دولتي ادارې په یو رپوټ ویلي وو، چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي، چې له دې ډلې څخه لږ تر لږه ۸۹ تنه یې بې له محاکمې د خلکو له خوا وژل شوي دي.

پاکستان کې مذهب ته سپکاوی جرم ګڼل کیږي او سزا یې اعدام دی، خو د بشري حقونو سازمانونه وایي ددغه قانون څخه اکثر د شخصي غچ اخیستنې په مقصد ناوړه استفاده کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تیر کال په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په هکله په کلني راپور کې ویلي و چې په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور اکثریت بندي شوي کسان مسلمانان دي خو دا هم پکې ویل شوي چې پدې قانون کې تر ډیره مذهبي اقلیتونه په نښه شویدي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG