د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک د قران په سوځولو بندیز لګوي


ډنمارک د جمعې په ورځ اګست ۲۵ (وږي درېیمه) وویل پلان لري چې د قران د نسخو په سوځولو بندیز ولګولي. په دغه اروپايي هېواد کې د اسلام سپیڅلي کتاب ته سپکاوي د اسلامي هیوادونو قهر پارولی دی.

د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ خبریالانو ته وویل حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې "د مذهبي مقدساتو سره نامناسب چلند منع دی."

هغه وویل چې د دې قانون هدف په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د مقدسو کتابونو د سوځولو او بې حرمتۍ مخنیوی دی.

هملګارډ وویل چې د قران سوځول "له سپکاوي ډک او بې رحمه عمل" دی چې "ډنمارک او د ډنمارک ګټو ته زیان رسوي."

نوی قانون به د ډنمارک د جزا قانون په دولسم فصل کې شامل شي، کوم چې ملي امنیت پوښي.

هملګارډ وویل چې د قران په سوځولو د بندیز "انګیزه" ملي امنیت ته پېښ ګواښونه وو.

هغه وویل: "موږ نشو کولی لاس تر زنې کښینو په داسې حال کې چې یو شمیر کسان هر هغه څه کوي چې د خلکو احساسات او له تاوتریخوالي ډک غبرګونونه راوپاروي."

ددغه قانون له مخې به انجیل، تورات، صلیب او نورو مقدسو مذهبي کتابونو او نښو ته هم سپکاوی منع وي.

ددغه قانون ماتوونکي له نقدي جریمې او دوه کاله بند له سزا سره مخامخ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG