د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ جهادي ملیشې له امنیتي ځواکونو سره ګډوي


ارګ وايي د امنیت راوستلو تر ټولو غوره لار دا ده چې ملېشي او پخواني جهادي قومندانان د افغان ځواکونو په چوکاټ کې داخل شي.
ارګ وايي د امنیت راوستلو تر ټولو غوره لار دا ده چې ملېشي او پخواني جهادي قومندانان د افغان ځواکونو په چوکاټ کې داخل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د دوی څېړنو ښودلې چې خلک له ملېشو خوشحاله نه دي او افغان حکومت يې د جوړولو کلک مخالفت کوي. ارګ وايي د هېواد په ډېرو برخو کې ملېشو او سیمه ييزو پولیسو له خلکو سره بد چلند کړی، امنیت يې خرابه کړی او د حکومت واکمني يې کمزورې کړې ده.

د ارګ په لنډې اعلامیې کې پدې هکله ډیر جزییات نشته خو تیره اوونۍ د کندز د سقوط د پلټنې ډلې هم وویل چې سیمیزو ملیشو په ناکراریو کې ونډه لري.

د افغانستان حکومت دغه راز ویلي چې سیمیزې پولیس یا اربکیان باید یوازې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت وکړي. سیمه ییز پولیس او ملېشي په اصل کې په هغو نا ارامه سیمو کې جوړ کړل شول چې وسله وال طالبان او د افغان حکومت نور مخالفان په کې فعاله وو.

څه موده وړاندې چې طالبانو د کندز ښار ونیوه، ځینو پخواني جهادي قومندانانو د طالبانو سره د جګړې لپاره خپل وسله وال منظم کړل او د ښار د بیا نیولو هوډ يې وکړ.

دا مهال د افغانستان د ۲۹ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالیو کې ۳۰زره سیمه ییز پولیس فعاله دي او د طالبانو او نورو وسله والو پر ضد جنګ کې د افغان پوځ سره مرسته کوي.

جهادي ځواکونه

د ارګ په اعلاميې کې راغلي " د افغانستان د اسلامي جمهوریت یو شمېر پخواني قوماندانان او د ملېشو جوړونکي هڅوي چې خلک او خپل کسان د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره یو ځای کېدلو ته وهڅوي".

په اعلامیې کې د کوم مشخص پخواني جهادي قومندان او ملېشه جوړوونکي نوم نه دی اخیستی، خو ځينې کارپوهان وايي چې هدف يې هغه جهادیان او ملېشه جوړوونکي دي چې ناقانونه وسله والې ډلې لري.

د امنیتي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل وايي " د ارګ اشاره هغو کسانو ته ده چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ناقانونه وسله والې ډلې لري؛ د حکومت امر نه مني او هر څه يې چې زړه وغواړي کوي یې".

همدا اوس په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو غړی او پخوانی جهادي قومندان حاجي ظاهر د داعش پر ضد د عملیاتو مشري کوي خو څرګنده نده چې د ښاغلي ظاهر وسله وال د کورنیو چارو د وزارت په تشکیل کې شته که نه.

جمهوري ریاست وايي په افغانستان کې د امنیت راوستلو تر ټولو غوره لار دا ده چې ملېشي او پخواني جهادي قومندانان د افغان ځواکونو په چوکاټ کې داخل شي.

خو ښاغلی امرخیل په دې باور دی چې که دغه کسان په امنیتي ارګانونو کې جذب شول، له ګټې به یې تاوان زیات وي.

هغه د امریکا غږ اشنا ته وویل " پخواني جهادي مشران او د هغوی ملېشې که د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځای پرځای شي ګډوډي به لازیاته شي؛ هغوی نه د چا امر نه مني او نه لارښوونې، ټول عمر يې په ناقانونۍ کې تېر کړی دی. "

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG