د لاس رسي وړ اتصالات

د دارلامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم وځنډیدل


د دارلامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم بل وخت ته ځنډول شوي دي
د دارلامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم بل وخت ته ځنډول شوي دي

په کابل کې د واده پر مراسمو د برید قربانیانو ته د درناوي په موخه د افغانستان ولسمشر په لارښونه د دارلامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم ځنډول شوي دي.

د شنبې په ماښام ( اګست ۱۷) په کابل کې د شهر دوبۍ هوټل کې په برید کې ۶۳ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپيان دي. داعش ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د خپلواکۍ د لمانځلو د پروګرامونو دارلانشاء وايي "د ولسمشر غني د لارښونې پر اساس د اسد ۲۶ پیښې قربانیانو ته د درناوي په موخه د دارلامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم بل وخت ته ځنډول شوي دي".

د یادولو وړ ده د دارلامان ماڼۍ په کال ۱۳۰۶ لمریز کې د غازي امان الله د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې چې د مجاهدینو ترمنځ د کورنیو جګړو پر مهال سخته زیانمنه شوه.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت څو کاله مخکې ددغې ماڼۍ د بیارغولو چارې چې پرې ۱۶ میلیون ډالرو لګښت تخمین شوی وو، پیل کړې او ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۸ کال د اسد په ۲۸ پرانیستل شوی وای.

د افغانستان حکومت وايي چې تر پرانیستو وروسته به د دارلامان ماڼۍ کې موزیم جوړ شي.

XS
SM
MD
LG