د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو او نجونو محدود کوونکې تګلارې لغوه کړي


طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې په ښځو باندې کلک بندیزونه لګولي

د ملګرو ملتونو عمومي‌ اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (عقرب۱۹) له طالب چارواکو څخه وغوښتل چې د نجونو او ښځو د بشري حقونو او ازادیو محدود کوونکې تګلارې او مقررات لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر تبا کروشي وویل چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونو ته په کې د تعلیم بشپړ حق نه ورکول کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د نجونو متوسطه او عالي لېسې وتړلې، په ښځو باندې یې کلک بندیزونه ولګول ‌او په یو تازه اقدام کې په پارګونو کې د ښځو ورزش او منډې وهل یې هم بند کړي دي.

د ملګرو ملتونو په دغې غونډې کې د کاناډا استازي باب رای وویل: «یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ته وویل شول چې ستاسو ورور ښوونځي ته تلای شي خو تاسو نشی. موږ دا څنګه ومنو.»

د ملګرو ملتونو دې غونډې کې د ۱۱۶رایو په اساس د طالبانو په اړه یوه قطعنامه او پرېکړه لیک هم تصویب شو. هېڅ یو هېواد دغه پرېکړه لیک ته مخالفه رایه ورنکړه خو د روسیې، چین او پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه ورکړه. دا پرېکړه لیک قانونآ الزامي نه دی، خو له اخلاقي پلوه خپل وزن لري.

په دغه پرېکړه لیک کې له طالبانو څخه غوښتل شوي‌ دي چې د بشر د حقونو درناوی وکړي او ویې ساتي، همه شمول حکومت دې جوړ کړي او د ترهګرۍ په ضد دې مبارزه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انجي لیندرتس د دغه پرېکړه لیک متن ولوست او وویل چې دا پرېکړه لیک طالبانو ته ښکاره پیغام لري او هغه دا چې د دغو اقداماتو له ترسره کېدو پرته د دغې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې په لوري به ګامونه نه اخیستل کېږي.

همدغه راز دغه پرېکړه لیک کې له طالبانو څخه غوښتل شوي چې د ښځو، نجونو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي.

په دې سربېره، په افغانستان کې د امنیت په اړه هم «ژوره اندېښنه» ښودل شوې ده. په افغانستان کې په وروستیو کې د داعش او القاعده ډلې د موجودیت راپورونه ورکړل شوي او ملګرو ملتونو له طالبانو څخه غوښتي دي چې د دغو ډلو په ضد جدي اقدامات وکړي.

د نشه يي توکو او جرایمو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې په روان کال کې د کوکنارو کښت ۳۰ سلنه زیات شوی دی او نژدې ۲۳۳زره هکتاره ځمکې کې کوکنار کرل شوي دي.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د کوکنار کر له ترهګرۍ سره مرسته کوي. طالبانو د اپریل په میاشت کې وویل چې د کوکنار کر یې بند کړی، خو ملګري ملتونه وايي چې د روان کال محصول د طالبانو له دغې پرېکړې څخه مستثنا و. د نړۍ هېوادونه له طالبانو څخه غواړي چې په بشپړ ډول دې د کوکنارو کر بند کړي.

ملګرو ملتونو په همدې غونډې کې د افغانستان د اقتصادي‌ وضعیت په اړه هم اندېښنه وښوده او وویل چې د دغه هېواد د بانکدارۍ او مالي برخو د بیا فعالېدو لپاره باید هڅې وشي‌ او د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ دې په درېیم هېواد کې د لاسرسي وړ وګرځول شي.

امریکا د افغانستان شاوخوا اوه میلیارد ډالره شتمني ګنګل کړې او ۳.۵ میلیارد یې په سویس کې «افغان فنډ» په نامه یو صندوق استولي‌ دي چې له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او دا پېسې د طالبانو لاس ته ورنشي.

XS
SM
MD
LG