د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د پارلمان مشره: نړۍ به ډېر ژر افغانستان کې د اعدامونو، سنګسار او د بدن غړو پرېکولو شاهده وي


د اروپا د پارلمان مشره روبرتا متسولا
د اروپا د پارلمان مشره روبرتا متسولا

د اروپا د پارلمان مشرې روبرتا متسولا، د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی غندلی او خبرداری یې ورکړی چې ډېر ژر به په عام محضر کې درانه مجازات له سره پيل شي.

اغلې متسولا د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په عمومي ناسته کې ویلي چې له کندهار ولایت څخه رسېدلي راپورونه ښيي چې نړۍ به ډېر ژر په افغانستان کې د درنو مجازاتو، اعدام او سنګسار شاهده وي.

نوموړې زیاته کړې: "تر ټولو لومړی په افغانستان کې،د کابل له سقوط څخه ۱۵ میاشتې وروسته، ښځې په عامه ژوند کې په زیاتېدونکي توګه ځپل کیږي. له کندهار څخه راپورونه ښيي چې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د طالبانو د لومړنیو ژمنو سره سره به، نړۍ ډېر ژر په عامو محضرونو کې د اعدامونو، سنګسار، د انسانانو د وهلو، مجازاتو او د بدن د غړو پرېکولو شاهده وي."

هغې ویلي: "د اروپا پارلمان د افغانستان خلکو ته ژمن دی، نه د هغوی حاکمانو ته. طالبان غواړي چې ښځې پټې وي. موږ غواړو چې هغوی [افغانستان ښځې] پرمختګ وکړي او تر څو چې هغوی په ټولنه کې بیرته خپل ځای لاسته راوړي، موږ به د هغوی د اواز پیاوړتیا ته دوام ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده څو ورځې مخکې له خپلو قاضیانو سره لیدنه کې په افغانستان کې د شرعي حدودو پر تطبیق باندې ټینګار کړی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) په یوه ټویټ کې ویلي چې هبت الله اخندزاده له قاضیانو سره لیدنه کې هغوی ته امر کړی چې د غلو او انسان تښتوونکو دوسیې په ښه ډول وڅېړي.

نوموړي زیاته کړې: "د غلو، انسان تښتوونکو او فتنه ګرو دوسیې په ښه ډول وڅېړئ. هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شریعي شرایط یې پوره کړي وي مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندي جاري کړئ، ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض ده ترڅو ورباندي عمل وکړئ."

د طالبانو د مشر هبت الله اخندازه تر امر یوه اونۍ وروسته د طالبانو حکومت سترې محکمې په تخار ولایت کې پر ۱۹ کسانو په عام محضر کې د «تعزیري مجازاتو» د تطبیق خبر ورکړو.

په یاده اعلامیه کې ویلي و: "۱۹ مجرمینو ته چې ۱۰ یې نارینه او ۹ نورې ښځې دي د زنا، له کوره د تېښتې او غلا د اقدام له امله پر تنفیذي بند سربېره ۳۹ درې تعزیري سزا ورکړل شوه...د دیني علماوو، سپین ږیرو او عامو خلکو په موجودیت کې د تالقان ښار په جامع جومات کې تعزیري سزا ورکړل شوه."

د طالبانو حکومت د سترې محکمې په اعلامیه کې ویل شوي و چې پر یادو کسانو د تعزیري جزا تطبیق به "مجرمینو ته پند او د نورو لپاره عبرت شي."

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه د واک له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې خپل «شرعي نظام» اعلان کړ. خو تر دا مهاله د هیڅ یوه هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

طالبانو په خپل لومړي دور کې (۱۹۹۶-۱۹۹۹) په افغانستان کې «خپل شرعي نظام» پلی کاوه چې په قتل تورن او محکوم به یې په عام محضر کې واژه (قصاص کاوه)، په غلا د تورنو او محکومو کسانو لاسونه به یې پرې کول او مخونه به یې ور تورول او د «نورو د عبرت لپاره» به یې په لارو او کوڅو ګرځول.

XS
SM
MD
LG