د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې سازمان طالبانو ته: خبريالان خوشې کړئ، خبریال مه نېسئ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خبریالانو او بشري فعالانو د خپل سرو نیونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري لسمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په تازه پېښه کې په هرات ولایت کې د خالد قادري په نوم یو افغان خبریالان نیول شوی او تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې ښاغلی قادري د طالبانو حکومت له منتقدینو څخه و او په ټولنیزو شبکو کې زیات فعالیت کاوه.

د خالد قادري خور حمیرا قادري ویلي چې ورور یې د تیرو دوو ورځو د طالبانو په بند کې دی او تر دا مهاله یې د ورور د وضعیت په اړه معلومات نلري.

اغلې قادري پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ورور یې له کوم جرم پرته بندي دی. هغې له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې د طالبانو له بند څخه یې د ورور د راخوشي کولو لپاره یې هڅې وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو پر دغه اقدام باندې انتقاد کړی دی او زیاته کړې ده چې د بشري حقونو فعالان او خبریالان باید د هغوی لخوا ونه ونیول شي.

د دغه سازمان په وینا یوازې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ماشومانو په ګډون۶۰ کسانو د طالبانو لخوا نیول شوي دي. خو طالبانو تر د امهاله په هرات کې خالد قادري په نوم خبریال د نیول کېدو او د ماشومانو په ګډون د ۶۰ تنو د نیول کېدو په اړه هم څه نه دي ویلی.

د طالبانو د ملاتړ بنسټونو دوې ورځې مخکې وویل چې د طالبانو استخباراتو په کندهار ولایت کې د څو سیمه ییزو راډیوګانو پر دفترونو چاپه وهلې او د یادو رسنیو ځنې خبریالان یې نیولي دي.

پر همدې مهال د بیان ازادۍ کور په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې په کابل کې د سلام وطندار راډیو یو خبریال هم د لنډ مهال لپاره نیولی و او س مهال په کابل او کندهار کې نیول شوي ټول خبریالان خوشي شوي دي.

د خبریالانو د غه بنسټ د ورته وضعیت د دوام په اړه اندېښنه ښودلې:"پر خبریالانو هر ډول فشار، له دلیل پرته د رسنیو د کار کوونکو نیوني، د بیان د ازادۍ مقید کول له انساني اصل سره په ټکر کې ده او موږ هغه د بیان ازادۍ او ټولنیزو حقوقو په وړاندې جنایت ګڼو."

د بیان د ازادۍ کور د طالبانو له حکومت څخه غوښتي بشري حقوقو ته احترام وکړي او د افغانستان د خلکو د اواز بندولو څخه ډډه وکړي.

یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي تر د خبریالانو په وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي او د بیان ازادۍ، او د افغانستان د خلکو ټولنیزو حقوقو ته احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG