د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو په پیلیدو د کډوالو اندیښنې


عکس: ارشیف - له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر
عکس: ارشیف - له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د میشتو څه نا څه ۸۵۰۰۰۰ راجسټر افغان کډوالو د اېستلو دوهم پړاو پیل کوي.

د مارچ پر ۱۹مه پاکستاني رسنیو په اسلام اباد کې د کورنیو چارو وزارت له خولې لیکي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به د راتلونکې اپرېل میاشتې له پینځلسمې نېټې څخه پیل کړي.

د پاکستان انګلیسۍ ژبې ورځپاڼې ’دې نیوز‘ په خپل راپور کې ویلي، هغه افغان کډوال چې د افغانستان پېژندپاڼې او پاکستاني شناختي کارتونه ورته ورکړل شوي، هغوی ته لومړی ویل کېږي چې په خپله خوښه هېواد پرېږدي، ”که نه نو وروسته به نیول کېږي او اېستل کېږي به.“

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې تر دا مهاله یې پینځه سوه زره پورې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو پر دې راپورونو اندېښنه ښودلې او دا یې د بشري حقونو ضد اقدام بللی دی. د دوی په وینا چې په دومره لنډ او تنګ وخت کې به څنګه خپل کاروبارونه راټولوي.

په پېښور بورډ بازار کې د افغان کډوالو مشر حاجي عصمت الله امریکا غږ ته وویل، کله چې هم د پاکستان او افغانستان ترمینځ کړکېچ رامنځته کېږي نو افغان کډوال پکې ځورول کېږي. د نوموړي په وینا چې افغان کډوال دې د دواړو هېوادونو له سیاست څخه بهر وساتي او نه دې يې ځوروي.

نوموړی زیاتوي، ”دلته مو کاروبارونه دي او زما یوه لور ده په لسم ټولګي کې سبق وايي نو که په دې حال کې که مې بوتله نو تعلیم به ترې پاتې شي نو یو خوا مو د اولادونو غم خوري او بلخوا مو اقتصاد له خطر سره مخامخ کېږي نو باید چې د پاکستان دولت مو په کرار پرېږدي نو نه دې زموږ ژوند تباه کوي او نه مو د دې اولادونو.“

په پېښور کې یو دکاندار سمیع الله هم امریکا غږ ته ورته کیسه وکړه چې هلته یې کاروبار دی، لوڼې یې ښوونځي ته ځي، نو په داسې حالاتو کې چې په افغانستان کې د نجونو په درسونو بندیز لګول شوی نو لوڼو زده کړې خو به یې ودرېږي. نوموړي وویل، ”زموږ د اولادونو د راتلونکي په خاطر دې پاکستان دا خپله پرېکړه بېرته واخلي.“

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو شنونکي شمیم شاهد په اند پاکستان دا ټول اقدامات د دې لپاره کوي چې په افغان طالبانو فشار راولي چې هغوی ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومني: ”د پاکستان چې د تحریک طالبان پاکستان په اړه کومه غوښتنه ده، هغه هسې فرضي ده، اصل غوښتنه یې د ډیورنډ د کرښې ده، او افغان طالبان پر دې مجبوروي چې د ډیورنډ کرښه دې د کرښې په توګه ومني او دا امضا کړي.“

شمیم شاهد زیاتو‌ي چې افغان کډوالو خو خپل کارونه او کاروبارونه کوي او د پاکستان پر اقتصاد خو هغوی هېڅ بوج نه دي. هغوی خپلې مزدورۍ کوي، خپلې کورنۍ ساتي نو دا ټوله معامله سیاسي ده چې دلته افغانان ځورول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو ان اچ سي ار په وینا په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر او په همدومره شمېر کې غیرجسټر افغان کډوال میشت دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته نور سلګونه زره افغان کډوال ورغلي چې په دې سره د بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۱.۴ میلیونه ته رسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG