د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پیلوي


ملګري ملتونه وایي تیر کال څه باندې ۵ سوه زره افغانان چې د پاکستان حکومت لخوا مهلت ورکړل شوی و، پخپلې خوښې هیواد ته ستانه شول.
ملګري ملتونه وایي تیر کال څه باندې ۵ سوه زره افغانان چې د پاکستان حکومت لخوا مهلت ورکړل شوی و، پخپلې خوښې هیواد ته ستانه شول.

پاکستاني چارواکو ویلي چې پلان لري سر د راتلونکي میاشتې پدې هیواد کې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پداسې حال کې بیا پیل کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ پدې تیرو څو ورځو کې په ګډې پولې کې شخړې شویدي.

د خیبر پښتونخوا حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سه شنبه مارچ ۱۹ (کب ۲۹) د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې پوځي ادارو ورته احوال ورکړی چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه د میشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دویم پړاو به د روژې میاشتې پای ته رسیدو څخه وروسته پیل شي.

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې پوځ د دویم پړاو څرنګوالي په هکله څه ندي ویلي.
په پیښور کې د پولیسو یو جګپوړي چارواکي هم ویلي چې د کوچني اختر وروسته به د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل شي چې پدې هیواد کې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد ونلري.

دې چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " د خیبر پښتونخوا پولیسو ته هدایت ورکړل شوی چې معلومه کړي غیر قانوني افغان کډوال چیرته پراته دي".

د پاکستان فدرالي حکومت تر اوسه د افغان کډوالو ایستلو په هکله ځانګړي هدایات ندي ورکړي خو تر دې وړاندې په لومړۍ پړاو کې یې د تیر کال نومبر میاشتې پورې افغان کډوالو ته مهلت ورکړی و چې پخپلې خوښې کډې بار کړي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې د مهلت پای ته رسیدو وروسته به ونیول شي.

په افغانستان کې پدې تیرو څو لسیزو کې د جګړو له کبله میلونونه افغانان پاکستان ته کډه شوي چې ډیرو ته یې پدې هیواد کې د پاتې کیدو قانوني اسناد ورکړل شوي خو د طالبانو دویم ځل واکمن کیدو څخه وروسته شاوخوا ۶ سوه زره افغانانو پاکستان ته کډه کړې.

د منیزه کاکړ په نامه یوه مدافع وکیله چې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغان کډوالو استازیتوب کوي، وایي افغانان له ویرې هیواد ته نه ستنیږي ځکه هغوي نه پوهیږي چې څه به ورسره وشي.

د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان د همدې روان کال د جنوري په میاشت کې ویلي و چې تیر کال د نومبر میاشتې د مهلت پای ته رسیدو څخه وړاندې د ۵ سوه زرو څخه ډیر افغان کډوال چې په پاکستان کې یې د پاتې کیدو قانوني اسناد نه درلودل ، پخپلې خوښې هیواد ته ستانه شول.

سره لدې چې پاکستاني چارواکي وایي په هیواد کې د امنیتي او اقتصادي اندیښنو له کبله په غیر قانوني توګه میشت افغان کډوال باسي خو مبصرین چې پدې هکله معلومات لري وایي پاکستان پدې کار سره غواړي په افغانستان کې د طالبانو په حکومت فشار راوړي چې په ګډې پولې په شاوخوا کې پرتو وسله والو په خلاف اقدام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG