د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: سرپل کې دې پر یوې ښځې او دوو نجونو د جنسي تیري ادعا وڅېړل شي 

عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان په سرپل ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا پر یوې ښځې او دوو لوڼو یې د جنسي تیري د ادعا په اړه د ژر تر ژره څېړنو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي پدې وروستیو کې ټولنیزو رسنیو ته یوه ویډیو را وتلې چې پکې یوه ښځه د دغه ولایت د سومه قلعه ولسوالۍ په «خانقا» کلي کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۸مه د هغوی په کور کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا پر زور سره پر یوې ښځې او دوو لوڼو یې د جنسي تیري ادعا کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۱۹) په یوې اعلامیې کې د جنوبي آسیا برخې د څېړونکي زمان سلطاني له قوله ویلي: "د ډله ییز جنسي تیري هغه جزئیات چې پر یوې ښځې او لور یې ښکاره شوي چې ویل کیږي د طالبانو اړوند کسانو لخوا تر سره شوي، موږ به په تاریخ کې د بشري حقونو تر ټولو وحشتناکه سرغړونې شاهدان وه اوسو."

ښاغلي سلطاني زیاته کړې چې طالب چارواکي باید دغه پېښه وغندي او د یادې ادعا په اړه ژر تر ژره «خپلواکې، شفافې او بې طرفه» څېړنې تر سره کړي. د هغه په خبره د دغه پېښې عاملین باید د نړیوالو قوانینو له مخې مجازات شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د یادې پيښې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې دغه څېړونکې همدرانګه ویلي چې طالبانو په دغه هیواد کې د ښځو چارو وزارت او بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ګډون ټول هغه بنسټونه چې د ښځو اړوند قضیو ته یې رسیدګي کول له منځه وړي دي.

په سرپل ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله د یادې مسئلې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي دي.

دا په داسې حال کې د چې تر دې مخکې د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دغه ولسوالۍ په «ده خواک» سیمه کې پر یوې ښځې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د جنسي تیري ادعا کړې وه.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي ویاند ابوبکر صدیق د ډسمبر میاشتې پر دوهمه (لېندۍ ۱۲) امریکا غږ ته ویلي و چې په دې اړه له څېړنې پیل شوي دي. نوموړي زیاته کړې وه چې په تړواو یې شپږ کسان نیول شوي او څېړنې ورڅخه روانې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG