د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو کارپوهان: ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي د بشریت ضد جرم وي 


د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله وايي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي د بشریت ضد جرم وي او باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي او قانوني توګه تعقیب شي.

د ملګرو ملتونو لخوا د ګمارل شويو کارپوهانو د جمعې د ورځې نومبر ۲۵ (لیندۍ ۳) اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت په ورزشي لوبغالي کې د سلګونو نندارچیانو په وړاندې طالبانو په دورو باندې د دریو ښځو په ګډون ۱۲ کسان وهلي؛ کومه پیښه چې طالبانو هم تائید کړې ده. دا د طالبانو لخوا ددې وحشیانه سزا د بیا پیلولو نښه ده چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د دوی د واکمنۍ پر وخت عملي کیدله.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو وروستي اقداماتو د حقونو موجوده سرغړونې نورې هم ژورې شوي دي - کوم چې همدا اوس "په نړیواله کچه تر ټولو ظالمانه" دي او کیدای شي جنسیتي ازار او اذیت رامینځته کړي؛ کوم چې د انسانیت په وړاندې جرم دی.

خو طالبانو سمدستي دا تور رد کړی دی.

همداشان د نومبر په ۱۱مه د تخار ولایت په مرکز تالقان کې، ۱۰ نارینه او نهه ښځې د جمعې له لمانځه وروسته د ښار په مرکزي جامع جومات کې د مشرانو، علماوو او اوسېدونکو په حضور کې ۳۹-۳۹ دورې ووهل شول. دوی په زنا، غلا او له کوره په تیښته تورن وو.

د فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو کارپوهان د ملګرو ملتونو له قوله خبرې نه کوي، خو دنده لري چې خپلې موندنې نړیوالې ادارې ته راپور کړي.

د رپوټونو په اساس طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په داسې حال کې پر افغانستان واکمن شول چې امریکايي او ناټو ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له دغه هېواد څخه د وتلو د بهیر په وروستیو شیبو کې وو. سره له دې چې دې ډلې په پیل کې د یو معتدل حکومت ژمنه وکړه او د ښځو او لږکیو حقونو ته یې اجازه ورکړه، خو ژر یې د خلکو حقونه او ازادۍ محدودې کړې او په پراخه کچه خپل د اسلامي شریعت سخت تعبیر پلي کړ.

دوی د منځنيو او لیسه ښوونځیو نجونې له لوست منع کړي، ښځې یې له ډیرو دندو وایستلې او ورته یې امر کړی چې په عامه ځایونو کې د سر څخه تر پښو جامې واغوندي. ښځې اوس د پارکونو، جیمونو او تفریحی میلو څخه هم منع دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په بیان کې په عام محضر کې د وهلو پیښې نه دي په ګوته شوي، خو ویلي یې دي چې طالبانو له هغو ښځو سره مل نارینه چې رنګارنګ کالي اغوستي او یا یې مخون لوڅ وو وهلي دي.

اعلامیه وایي، "موږ په ژوره توګه اندیښمن یو چې دا ډول کړنې د دې لپاره دي چې نارینه او هلکان دې ته اړ کړي تر څو هغه میرمنې او نجونې مجازات کړي چې د طالبانو له خوا د هغوی د له مینځه وړلو په وړاندې مقاومت کوي، دا کار هغوی نور هم له خپلو حقونو څخه محروموي او د دوی په وړاندې تاوتریخوالی عادي کوي."

اعلامیې له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو حقونه او ازادۍ بیرته تامین کړي، فعالان له توقیف څخه خوشې کړي او ښوونځیو او عامه ځایونو ته د لاسرسي مخه ونیسي.

د کارپوهانو په ډله کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا ټاکل شوې، په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ او د پوهنې د حق په برخه کې ځانګړې رپورټره فریده شهید شامل دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د کارپوهانو په اعلامیه کې ذکر شوې څرګندونې رد کړي او پر ملګرو ملتونو یې د هغو بندیزونو د لګولو په خاطر نیوکه کړې چې پر افغانستان باندې په واکمنو پخوانیو یاغیانو [طالبانو] باندې یې لګولي دي.

ښاغلي بلخي اسوشېټېډ پرېس ته په یو استولي پیغام کې هغه څه په ګوته کړي چې د هغه په باور د نړیوالې ټولنې له خوا جنګي جنایتونه او د بشریت پر ضد جرمونه دي، چې په وینا یې په کې "په بې ګناه افغانانو د ملګرو ملتونو اوسني ډله ییز بندیزونه شامل دي چې ټول یې د ښځو د حقونو او مساوات په نامه لګول شوي."

د طالبانو پر چارواکو بندیزونه او د میلیاردونو ډالرو د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدل هغو نړیوالو بنسټونو او بهرنیو اسعارو ته لاسرسی محدود کړی چې د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو مخکې یې د افغانستان پر مرستو پورې تړلی اقتصاد ملاتړ کاوه.

په نړۍ کې هېڅ هېواد د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او دوی د نړیوال او مالي پلوه یې منزوي کړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ماشومانو د سینه بغل او خوارځواکۍ په پیښو کې زیاتوالی لیدل کیږي، د تیرو کلونو په پرتله د بې وزلۍ کچه لوړه شوې، بشري شرایط خراب شوي او دا هیواد د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دویم ژمي ته ځان چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG