د لاس رسي وړ اتصالات

امو زون د افغانستان د کرکټ فرسټ کلاس سیالیو اتلولي‌ وګټله


د امو زون لوبغاړي
د امو زون لوبغاړي

د افغانستان د «احمد شاه ابدالي» فرسټ کلاس [څلور ورځنۍ] سیالۍ د امو زون د اتلولۍ په ترلاسه کولو پای ته ورسېدې. کریم جنت د دغو سیالیو غوره لوبغاړی شو.

دا څلور ورځنۍ لوبې څه باندې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې او د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (عقرب۱۹) پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبې کې امو زون بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه، امو زون د لوبډلې مشري د ملي لوبډلې د ټست سیالیو لوبغاړي عبدالمالک کوله او د ملي لوبډلې بل لوبغاړي کریم جنت د بند امیر لوبډلې مشر و.

د امو زون لوبغاړي عبدالمالک د اتلولي کپ اوچت کړی
د امو زون لوبغاړي عبدالمالک د اتلولي کپ اوچت کړی

امو لوبډلې د شهزاد محمدي د ۱۱۳ منډو په مرسته په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۹۵ منډې وکړې. د بند امیر لوبډلې یې په ځواب کې د فرمان الله ساپي د ۱۲۱ منډو په مرسته ۲۷۸ منډې وکړې او د امو لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۱۷ منډې مخکې شوه.

د امو لوبډلې په دویمې پاڼۍ کې ۲۵۱ منډې وکړې او شهزاد محمد بیا هم ۱۰۱ منډې وکړې. په دې ترتیب امو لوبډلې بند امیر ته د ګټې لپاره د ۳۶۹ منډو هدف وټاکه، خو د لوبې ورځې خلاصې شوې او د امو زون د ښې کارګردکۍ په اساس د اتلولۍ کپ دغې لوبډلې ته ورکړل شو.

د پایلوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمد شوي. خو کریم جنت په ټولو سیالیو کې ۵۶۱ منډې وکړې او ۱۸ مخالف لوبغاړي یې هم وسوځول او په دې اساس د احمدشاه ابدالي‌د فرست کلاس سیالیو غوره لوبغاړی شو.

شهزاد محمدي په پایلوبې کې پرلپسې سلیزې وکړې
شهزاد محمدي په پایلوبې کې پرلپسې سلیزې وکړې

د افغانستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړی حمزه هوتګ بیا د سیالیو غوره توپ اچونکی شو. ده په دغو سیالیو کې ۳۰ مخالف لوبغاړي وسوځول.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د پنځو زونونو بست، سپین غر، بندامیر، امو او مس عینک لوبډلو لوبې وکړې او ټولې لوبې د ننګرهار او خوست په ولایتونو کې وشوې.

دا سیالۍ داسې مهال پای ته ورسېدې چې ټاکل شوې افغانستان د همدغې میاشتې په پای کې له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي. د دغو سیالیو یو عمده هدف په افغانستان کې د کرکټ وده او د ښو لوبغاړو موندل دي.

XS
SM
MD
LG