د لاس رسي وړ اتصالات

د 'مهسا' قاتلین په ۳۰ ـ۳۰ کلونو تنفیذي بند محکوم شول


د کابل استېناف محکمې د شپږ کلنې «مهسا» اختطاف کوونکي او وژونکي هر یو په ۳۰ ـ ۳۰ کاله تنفذي بند محکوم کړل.

د کابل لومړنۍ محکمې هم تر دې مخکې د سجاد اغا او روح الله په نومونو یادو کسانو ته د ۳۰ ـ ۳۰ کاله بند سزا اورولې وه چې نن د استېناف محکمې لخوا هم تائید شول.

نن د کابل استېناف محکمې قاضي معراج الدين عابدي د یادې پرېکړې د اعلان پر مهال وویل، چې یادو کسانو په ټولو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

هغه وویل:"تاسو هر یو سجاد اغا د سید اغا زوی او روح الله د نور الله زوی، د مهسا په نوم د کوچنۍ نجلۍ د قتل او اختطاف په قضیه کې د جزا د کوډ د ۵۴۷ مادې په اساس او د ۵۹۸ او ۱۱۴ کوډ مذکور په نظر کې نیولو سره د نظارت څخه بیا د بند تر وخت پورې هر یو تاسو په ۳۰ ـ ۳۰ کاله تنفذي بند محکوم شوه لاست."

د مهسا قتل چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول، ټولو خلکو یې قاتلینو ته د اعدام غوښتنه کول.

خو د کابل د استېناف محکمې قاضي معراج الدین عابدي وویل، چې یاد کسان تر شل کلنۍ کښته عمر له امله په ۳۰ ـ ۳۰ کاله بند محکوم شول.

یاد کسان د تېر ۱۳۹۷ کال په حوت میاشت کې د کابل ښار په خیر خانه سیمه کې د مهسا د قتل په تور ونیول شول.

د کابل پولیسو په وینا یادو کسانو لومړۍ د مهسا په نوم نجلۍ د خپل کور له مخ څخه تښتولې وه چې درې ورځې وروسته یې جسد د یادې نجلۍ له کور سره نژدې پیدا شو.

د کابل پولیسو هغه مهال رسنیو ته ویلي و، چې سجاد اغا او روح الله د مهسا له کورنۍ د نوموړي د خوشي کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې وه.

نن یکشنبه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي بیا له استېناف محکمې څخه برائت تر لاسه کړ.

XS
SM
MD
LG