په مالي کې چارواکي وايي د ډوګان قبیلې پر یو کلي باندې برید شوی دی او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
د سیمې یو چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د "ډوګان" د ښکاریانو او د "فولاني" قبیلې د شپنو ترمنځ د ۲۰۱۹م د جنورۍ د میاشتې راهېسې تربګني روانه ده. د دوی ترمنځ د نښتو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
تازه برید دوشنبې په شپه (جون۱۰) شوی دی. د مارچ په میاشت کې د ډوګان پر قبیلې په یو بل برید کې هم شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي وو. مالي په لویدیځه افریقا کې پروت هیواد دی.