د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان د پي ټي ایم د راتلونکي په اړه بیلا بیل نظر لري


منظور پښتین
منظور پښتین

د پښتون ژغورنې تحریک یا پي ټي ایم شاوخوا شپږ میاشتنې زوړ تحریک دی، کارپوهان وایي چې پي ټي ایم د اوږد مهاله ژوند لپاره باید خپلو اهدافو ته ژمن پاتې شي.

پي ټي ایم د کراچۍ د یو پښتون ځوان نقیب الله محسود د پولیسو د مشر د لاسه د وژنې په ضد د احتجاج په نتیجه کې پیل شو، او د ملک ټولو برخو ته ورسیده.

د پي ټي ایم په ملاتړ د کابل نه واخله د پارس او واشنگټن پورې احتجاجونه شوي چې پکې په سلگونو کسانو برخه اخیستې.

تروسه پورې پي ټي ایم په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره، د ډیرو مشکلاتو باوجود خپله مبارزه جاري ساتلي ده، خو که په پاکستان کې او یه په عمومي توگه د تحریکونو سابقې ته نظر وشي نو دا ډول یو تح‏ریک ته د اوږدې مودې لپاره دوام ورکول اصلي مشکل وي.

د پي ټي ایم یو مشر محسن داوړ د تحریک د راتلونکي په اړه امریکا غږ ته وویل چې هغوي تحریک به هم په دغه جذبې سره دوام ورکړي. هغه وایي "د پښتون ژغورنې تحریک د پښتنو سره د ظلم او زیاتي ضد او د هغوي د اساسي حقونو تحریک دی. مونږ به د هغه پورې په قلاره نه کینو چې ترڅو مونږ په خپل مقصد کې کامیابه شوي نه یو."

محسن داوړ زیاتوي چې پي ټي ایم د پښتو ژبی، د پښتنو د کلتور د ساتنې تحریک دی، او دا به داسې له منځه ولاړ نشي.

د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک چې د پښتون تحریک سره د لمړنۍ ورځې نه یې د خپل ملاتړ اظهار کړیدی، امریکا غږ ته وایي چې دا تح‏ریک به تر هغه پورې محبوبیت ولري ترڅو چې د ځبل شوو حالت سم شوی نه وي.

ښاغلي خټک وویل،"پي ټي ایم د پښتنو او په خاصه توگه د قبایلو په خاوره د جنگ په عکس العمل کې پیدا شویدی. دغه ځوانانو او پېغلو ډیر په بریالیتوب سره خپله قضیه په اسلام اباد او په ټولو صوبو کې وړاندې کړیده. دوي د هغو ټولو خلکو استاځیتوب کوي چې د پاکستان پوځ ځبلی او د کورونو لادرکه دي. "

هر څو چې په مختلفو ښارونو کې په احتجاجونو کې د پي ټي ایم ملاتړ لپاره په زرگونو کسان راوتلي دي او د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې د دغه تح‏ریک په اړه بحثونه او راپورونه خپاره شویدي، خو ځینې کارپوهان د پي ټي ایم د کردار په اړه پوښتنې هم لري.

په پیښور پوهنتون کې پروفیسره نورین نصیر وایي اندیښنه لري چې د تحریک چارچاپیره ځینې ناپوهه کسان تحریک ته تاوان ورسوي. هغه وایي"پي ټي ایم د یو خاص سیاسي گوند پلویان د خپلو سیاسي ایجنډی لپاره استعمالول غواړي. د پي ټي ایم ځینې اقدامات یعنی د منظور پښتین د حقانیې مدرسې ته تگ او داسې د تبلیغیانو مرکز ته ورتگ هغه څه دي چې پکار ده ملاتړو ته یې تشریح ورکړل شي."

مونا اورنگزیب چې د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه او لیکواله ده، هم په پي ټي ایم ځینې نیوکې لري. هغه وایي چې د تحریک راتلونکی د مشرانو په تگلارې پورې اړه لري " په پي ټي ایم په ورستیو کې په دی وجه انتقادونه کیږي چې په اسلام اباد کې د خپلو ملگرو لپاره په وخت غړ پورته نه کړ. "

منظور پښتین چی د وړوکې اختر لپاره خپل پلرنې کور ته ورغلی و ، پرون د دوشنبې په ورځ په خپلې فیس بک وویل چې په اسلام اباد کې د نیول شوو ملگرو د خلاصیدو لپاره به احتجاجونه پیلوي، که ملگري یې د ٢٠ جون پورې ازاد نشو.

د اډیاله په بندخانې کې د پي ټي ایم یو ملاتړی
د اډیاله په بندخانې کې د پي ټي ایم یو ملاتړی

مونا اورنگزیب وایي چې د پي ټي ایم دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ په انتخاباتو کې برخه اخلی نو په دغه هم ځینې کسانو نیوکې کړیدي خو د هغې په قول که دغه دواړه په انتخاباتو کې کامیابه شو نو دا به ډیر ښه پرمختگ وي ځکه هغوي به په پارلمان کې د پښتنو په مسلو خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG