د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل وايي سملاسي افغان کډوال نه شړي


اټکل شوی و ه د چهارشنبې په ورځ د افغان مهاجرو نه ډکه یوه الوتکه له جرمني نه افغانستان ته پرواز وکړي، خو د کابل برید یې مخه ونیوله
اټکل شوی و ه د چهارشنبې په ورځ د افغان مهاجرو نه ډکه یوه الوتکه له جرمني نه افغانستان ته پرواز وکړي، خو د کابل برید یې مخه ونیوله

د کابل د چارشنبې د مرگوني تروریستي برید وروسته د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل د رد شویو افغان مهاجرو بیرته ستنول په موقتي توگه بند کړل.

په داسې حال کې چې د کابل د مرگوني برید وروسته په جرمني کې د مهاجرو په ایستلو بحث بیا پیل شوی دی، د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې په موقتي توگه افغانستان ته د مهاجرو د بیرته ستنولو پروسه ودروي.

اغلې مرکل دا هم ویلي دي چې اوس ددې وخت دی چې په افغانستان کې د امنیت په ټینگیدو کې مرسته وشي او زیاته یې کړه چې فدرالي او ایالتي حکومتونو موافقه کړېده چې تر راتلونکو څیړونو پورې افغانستان ته د مهاجرو بیرته استول بند کړي، خو زیاته یې کړه چې کیدای شي دغه پروسه په جولای کې بیرته پیل شي.

د جرمني صدراعظمې وویل چې هیواد به یې د خپلې خوښې ستنیدنې د پروسې ترویج ته دوام ورکړي او په جنایاتو باندې د محکومو کسانو او هغوی چې د هیواد امنیت ته گواښ گڼل کیږي د هغوی بریته استول به د قضایاو له مخې دوام وکړي.

اغلې مرکل دا هم وویل چې د کابل برید ددې لامل شو چې د افغانستان ته "یو ځل بیا ژوره کتنه" وشي او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت به د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د تهدیدونو کچه وڅیړي.

د جرمني زیات شمیر سیاستوالو له اوږدې مودې راهیسې استدلال کاوه چې د اغلې مرکل د حکومت له لورې افغانستان ته د مهاجرو بیرته استول د توجیه وړ نه دي.

د جرمني سفارت ته نژدې د کابل د چهارشنبې د ورځې په تروریستي برید کې ٩٠ تنه ووژل شول او څه دپاسه ۴٠٠ ټپیان شول.

کله دا برید وشو اټکل شوی و چې د افغان مهاجرو نه ډکه یوه الوتکه له جرمني نه افغانستان ته پرواز وکړي، خو دغې پیښې د هغوی د بیرته استولو مخه ونیوله.

خو په دې ترڅ کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دی مایزیر، ویلي دي چې د مهاجرو دغه وروستی پرواز به بیا په لاره واچول شي.

XS
SM
MD
LG