د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ نور افغانان خوشي شول


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو زارت د پاکستان له زندانونو څخه د سلګونو نورو افغان بندیانو د ازادیدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل نن شنبه اپرېل اتمه (وري ۱۹) رسنیو ته په لېږلې ویډیويي پیغام کې ویلي یاد افغان کډوال چې شمېر یې ۲۰۸ تنو ته رسیږي پرون جمعه د سیند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ازاد شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هیواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته راولېږدول شول."

ویل کیږي چې دغه افغان بندیان د کراچۍ د ملیر سنټرل جېل Remand Home او حیدر اباد له زندانونو څخه ازاد شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه څه باندې دوه زره افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي ازاد شوي او هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت تر دامهاله له خپلو زندانونو څخه د تازه خوشي شوو افغانانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

طالب چارواکو تر دې مخکې ويلي و چې د پاکستان په زندانونو کې شوخوا ۲۰۰۰ افغانان بنديان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

یاد افغانان چې زيات شمېر يې ويل کيږي د درملنې او خپلو دوستانو ليدو لپاره پاکستان ته تللي وو، ویل کیږي د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو په مهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG