د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې د فرانسې ضد لاریون


د افغانستان د بدخشان ولایت سلګونو اوسیدونکو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) د فرانسې د جمهور رئیس د وروستیو څرګندونو په غبرګون لاریون وکړ.

دغه لاریونوال چې د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار په یو لوبغالي کېراټول شوي و، د فرانسې ضد شعارونه ورکول او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د اسلامي ارزښتونو په تړاو د فرانسې د جمهور رئيس امانویل مکرون د څرګندونو په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د بدخشان د دیني عالمانو د شورا رئيس مولوي حفیظ الله رسولي امریکا غږ ته وویل چې دا اعتراض د فرانسې د جمهور رئیس د څرګندونو په اړه د کرکې د ښودلو په هدف شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د فرانسې جمهور رئیس اسلامي ارزښتونه تر پوښتنې لاندې رواستي او افغان حکومت باید په دې اړه غبرګون وښيي.

د منصور په نوم یو لاریون‌کوونکي امریکا غږ ته وویل چې اسلامي ارزښتونو او د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی هیڅ کله د زغملو نه دی.

تېره ورځ هم د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکو چې اکثره یې د استقلال لېسې زده‌کوونکي و د فرانسې ضد لاریون وکړ.

کیسه له کوم ځای پیل شوه؟

وروسته له هغې چې په فرانسې کې د تاریخ یو ښوونکي په ټولګي کې د اسلام پیغمبر ته منسوب شوی یو کارتون د بیان ازادۍ په بحث کې وښوده، د یو زده‌کوونکي له خوا ووژل شو.

د فرانسې جمهور رئیس مانویل مکرون له دغې پېښې وروسته اسلامپالان وغندل او د اسلام پیغمبر ته د منسوب شوي کارتون د خپرېدو ننګه یې وکړه.

د جمهور رئیس مکرون له دغو څرګندونو وروسته د ترکیې او پاکستان په ګډون یو شمیر نورو هېوادونو غبرګون وښود او د نوموړي څرګندونې یې وغندلې.

د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه رسماً غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې هم د فرانسې په شارلي ابدو نشریې کې د اسلام پیغمبر ته د منسوب شوي کارتون خپرېدو غبرګونونه پارولي و.

XS
SM
MD
LG