د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیانو کې ۳تاریخي اثار کشف او نیول شوي


د بامیان ولایت ځايي چارواکي وايي چې درې تاریخي اثرونه یې په یاد ولایت کې کشف کړي دي.

دغه چارواکي وايي چې یاد اثرونو کې یوه کوزه یو سماوار او یو چیلیمچي شامله ده چې د یکاولینګ ولسوالۍ د سرخک سیمنې نه موندل شوي دي.

که څه هم د بامیان چارواکي د دغو اثرونو د لرغونتوب په اړه څه نه وايي خو دا یې ویلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر اسحاق موحد نن شنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۹) خبریالانو ته ویلي چې: "یو شمېر ماشومان د لوبو پر مهال له دغو اثرونو سره مخامخ شوي او تر دې ځایه رارسېدلي دي."

بامیان د افغانستان یو لرغونی ولایت دی چې ډېر شمېر تاریخي اثرونه پکې موندل شوي دي.

خو له بلې خوا د دغو اثرونو د قاچاق کولو اندېښنې هم شته.

د یاد ولایت یو شمېر فعالان وايي چې حکومتي چارواکي د دغه شان تاریخي اثرونو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

له دغو فعالانو یو تن وزیر احمد ستیز وايي: "په بامیانو کې کله نا کله د تاریخي او باستاني اثرونو لپاره کېندنه او قاچاق کیږي. دا زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده او لویه ستونزه دا ده چې حکومت د دغو اثرونو د ساتنې لپاره هېڅ پلان نه لري."

که څه هم د ملي پولیسو یو قطعه د بامیان د تاریخي اثرونو د ساتنې لپاره په دنده ګومارل شوې ده خو د فعالینو په وینا لا هم یو شمېر تاریخي سیمې ساتونکي نه لري.

له بلې خوا د بامیان ولایت والي وايي چې د یادو اثرونو د ساتنې لپاره یو امنیتي پلان د جوړېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه: "یادې هڅې ښودلی شي چې حکومت د لرغونو اثرونو په ساتنه کې هوډ لري."

په وروستیو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ایراني دستګاوو د نیونې خبر ورکړی چې د دوی په اند بامیان کې د تاریخي اثرونو سیمې یې کېندلې او قاچاق ته یې برابرولې.

XS
SM
MD
LG