د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان تاریخي اثارو بیارغونې لپاره ۱۶۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي


د جام منار
د جام منار

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دې وزارت د غوښتنې پر اساس د دغه هېواد حکومت ۱۶۰ میلیونه افغانۍ د تاریخي اثارو بیا جوړونې لپاره ځانګړي کړي دي.

د دې وزارت سرپرستې وزیری حسینې صافۍ نن یکشنبه (د مرغومې ۱) د افغانستان د تاریخي ابداتو وضعیت په نامه ناستې کې وویل، چې د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې پنځه زره تاریخي اثارو سروې شوې چې له دې ډلې ۱۷۷۷ تاریخي اثار فهرست شوي دي.

اغلې صافۍ زیاته کړه چې ۸۱۱ تاریخي اثار ثبت او لوحې پکې اېښودل شوي دي:"موږ داسې اثار هم لرو چې د بیارغونې لپاره یې د تاریخي اثارو ریاست له خوا ورته مشخصه برنامه جوړه شوې. په دې برنامو کار کوو او دا چې په کومو ولایتونو کې په مشخصه توګه کار کوو تاسو به سره به یې شریک کړو."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال رسول باوري هم په دې ناسته کې وویل چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال راپه دې خوا ۲۹۶ تاریخي اثار په اساسي ډول بیارغول شوي دي.

ښاغلي باوري زیاته کړه چې له دې جملې ۱۳۸ اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او پاتې یې همکارو موسساتو رغولي دي.

د هغه په وینا د یادو بیارغول شوو اثارو ۷۰ سلنه په ورستیو پنځو کلونو کې ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو د بودیجې د نشتون په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

XS
SM
MD
LG