د لاس رسي وړ اتصالات

د "مقاومت جبهه": اندراب کې مو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ طالبان: درواغ دي 


د احمد مسعود په مشرۍ د "مقاومت جبهه" وايي، د بغلان ولایت د اندراب دره کې د دوی د ځواکونو په بریدونو کې تر لسو زیات وسله وال طالبان وژل شوي، خو د طالبانو چارواکي د نښتو او دې ډلې ته د مرګ ژوبلې د رامنځته کیدو رپوټونه ردوي.

د مقاومت د جبهې ویاند صبغت الله احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مقاومت د جبهې له خوا دغه برید د اندراب درې د ده صلاح ولسوالۍ د "کاسه‌تراش" په کلي کې شوی چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي احمدي ادعا وکړه، چې دغه نښته چې څو ساعته يې دوام وکړ، په کې لس طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د طالبانو د مخالفې جبهې ویاند همداشان ویلي چې د طالبانو د ډلې د یو شمېر غړو جسدونه په غرونو کې پاتې دي. ځينې سرچينې وايي چې د بغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې په نښته کې د مقاومت د جبهې دوه غړي هم وژل شوي دي.

خو په بغلان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په اندراب دره کې د مقاومت د جبهې د ځواکونو هر ډول برید او د دغې ډلې له غړو سره نښتې ردوي او بې اساسه یې بولي.

د بغلان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس اسدالله مصطفی هاشمي د جمعې په ورځ جون په ۳۰ (چنګاښ ۱۰) امریکا غږ ته وویل: «په اندرابونو کې کومه ستونزه نه شته، هغه ادعا چې هغوی کړې زما په فکر خوب یې لیدلی ځکه نه نښته او نه چاودنه شوې او نه هم په هغه ځای کې هغوی [د مقاومت جبهه] شتون لري.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د اندراب دره په دریو ولسوالیو کې د دوی مخالفین شتون نه لري او هغوی اکثره "اوازې خپروي".

هغه زياته کړه: "اوس د اندراب په دره کې وضعيت ښه دى، د خلکو ژوند په عادي ډول روان دى، ښوونځي، مدرسې، دولتي دفترونه او بازارونه پرانيستي دي او په اندراب کې کومه ستونزه نشته."

په یو بل خبر کې، د طالبانو یوه بله مخالفه جبهه، "د ازادۍ جبهه" ادعا کوي، چې طالبانو د بغلان ولایت د خوست فرنګ ولسوالۍ په خواش دره کې د دوی په یوه قرارګاه برید کړی، چې څو ساعته یې دوام وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو بریدونه ددغه جبهې د غړو له خوا په شا تمبول شوي، او له امله یې درې طالبان ووژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د رپوټونو له څو میاشتو راهیسې د پنجشیر ولایت په ځینو برخو، د بغلان ولایت د دره اندراب، د خوست او فرنګ په ولسوالیو او د تخار او کاپیسا په ولسوالیو کې د افغانستان د مقاومت د جبهې د غړو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

XS
SM
MD
LG