د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش وایي د روژې په میاشت کې د افغان ولس او نورو په هکله اندیښمن دی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریش د روژې میاشتې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې د افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو د وګړو په هکله اندیښنه لري.

ښاغلي ګوتیریش په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، " له بده مرغه ډیری کسان دا میاشت پداسې حال کې پیلوي چې د جګړې، له خپلو کورونو بې ځایه کیدو او ډار سره مخ دي. هغوی زمونږ په زړونو او ذهنونو کې ځای لري. د افغانستان د ولس څخه نیولې، د ساحل سیمې پورې د سوریې او نور هیوادونو وګړي دا وضعیت لري. غواړم د غزې جګړې رنځیدونکو سره هم په ځانګړې توګه د پیوستون او ملاتړ پیغام ورکړم."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې روژه د سولې، ارامښت او سخاوت میاشت ده او د فکر کولو او دعا کولو دور دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تیره ورځ په یو راپور کې ویلي و چې ۵۲ په سلو کې افغانان چې بشري مرستو ته اړتیا لري، میرمنې او نجونې دي.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د تیر ۲۰۲۳ کال په څیر بشري مرستو ته د خلکو اړتیاوې زیاتې دي او دا هیواد د تیرکال د اکتوبر د میاشتې د زلزلو سربیره له ګاونډیو هیوادونو څخه د ستنیدونکو افغان ګډوالو په ډله ییز ډول د ستنیدلو او هم د اوږدې وچکالۍ د بحران سره مخ دی.

اوچا ویلي چې تیرکال هم ملګرو ملتونه د بودیجې د کمښت له امله ۱۸ میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستو بندیدو او ۳.۴ میلیونو نورو سره د مرستو نیمايي ته کمیدلو ته اړ شوي وو.

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د بودیجې د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د تیر اګست په میاشت کې دې ته اړ شو چې په افغانستان کې د لسو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو باندې خپلې مرستې بندې کړي.

د آرام سمندر او آسیایي هیوادونو لپاره ددې ادارې مرستیال سمیر وانمالي تیره اوونۍ ویلي و چې نړۍ باید افغانستان او د دې هیواد وګړي، هیر نکړي.

ښاغلي سمیر ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په روان میلادي کال کې مرستې کمې شوي او دا چې دا اداره کوښښ کوي اړمنو وګړو ته چې ډیر د خطر سره مخ دي په مناسب وخت کې مرستې ورسوي.

اوچا هم تیره میاشت ویلي و چې په افغانستان کې لا هم ډیر شمیر خلک د لوږې او سوتغذیې سره مخ دي او د اټکل له مخې ۱۵.۸ ملیون وګړي په ۲۰۲۴ کال کې ښایي د خوراکي مودو نه مصؤنیت سره مخ شي.

ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۴ کال کې د نږدې ۲۴ میلیونو افغانانو ته د مرستو د برابرولو دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې دا اداره په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره د بودیجې د کمښت سره مخ ده.

اوچا په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا تر اوسه د ډیرې کمې بودیجې په برابرولو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې نه شتون د ډیرو پروګرامونو دوام د ګواښ سره مخ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG