د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې مرستو ته د اړو افغانانو ۵۲ ٪ یې ښځې دي


عکس: ارشیف - د بشري مرستو د ویشلو یوه څنډه
عکس: ارشیف - د بشري مرستو د ویشلو یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو کارکوونکو اته میلیونو نجونو او ۹.۲ میلیونو ښځو ته د ژوند د ژغورنې بشري مرستې برابرې کړي دي.

اوچا د یکشنبې په ورځ مارچ لسم (کب ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې ملګري ملتونه په پام کې لري چې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته چې ۵۲ فیصده یې ښځې او نجونې دي بشري مرستې برابرې کړي.

اوچا لیکلي: " راځۍ چې د افغان میرمنو او نجونو ترڅنګ ودریږو کومې چې تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوي دي".

ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۴ کال کې د نږدې ۲۴ میلیونو افغانانو ته د مرستو د پرابرولو دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې دا اداره په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره د بودیجې د کمښت سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا تر اوسه د ډیرې کمې بودیجې په برابرولو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې نشتون د ډیرو پروګرامونو دوام د ګواښ سره مخ کوي

اوچا د مارچ درییم (کب ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه خورا کمه بودجه ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: "په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې بشرپاله همکارانو ۳۲.۱ میلیون وګړو ته لږترلږه یو ډول مرسته برابره کړې ده. خو په ۲۰۲۴ کال کې د اړتیاو د پوره کولو لپاره د ۳.۰۶ میلیاردو بودیجې څخه یوازې ۸۷ میلیونه ډالره د بشري اړتیاو د پوره کولو پلان لپاره ترلاسه شوي چې د ډیرو پروګرامونو دوام یې د ګواښ سره مخ کړی دی".

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د تیر ۲۰۲۳ کال په څیر بشري مرستو ته د خلکو اړتیاوې زیاتې دي او دا هیواد د تیرکال د اکتوبر د میاشتې د زلزلو سربیره له ګاونډیو هیوادونو څخه د ستنیدونکو افغان ګډوالو په ډله ییز ډول د ستنیدلو او هم د اوږدې وچکالۍ د بحران سره مخ دی.

اوچا ویلي چې تیرکال هم ملګرو ملتونه د بودیجې د کمښت له امله ۱۸ میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستو بندیدو او ۳.۴ میلیونو نورو سره د مرستو نیمايي ته کمیدلو ته اړ شوي وو.

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د بودیجې د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د تیر اګست په میاشت کې دې ته اړ شو چې په افغانستان کې د لسو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو باندې خپلې مرستې بندې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG