د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن امریکایانو ته: افغان مهاجرو سره مرسته وکړئ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، په یو ویدیویي پیغام کې له امریکایانو غوښتي چې د تازه راغلیو افغان مهاجرو سره مرستې وکړي.

ښاغلي بلینکن د دوشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) په خپله ټویټر پاڼه باندې ددې پیغام په خپرولو سره ویلي چې دا د امریکایانو لرغونی دود دی چې د نورو هیوادونو وګړي مني؛ په ځانګړې توګه هغه کسان چې د هغه په وینا د مشکلاتو، تعقیب او جګړې څخه تښتي.

د افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د روان کال د اګست ۱۵ تر ۳۰ پورې شاوخوا ۱۲۴زره تنه چې په عمده توګه افغانان دي له افغانستان څخه وایستل شول او اوس نژدې ۷۰زره تنه یې دننه په امریکا کې پوځي اډو ته انتقال شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یو شمیر دغو افغانانو سره له کتنې وروسته وویل: "له دې پرته چې د هغوی سفر څومره ستونزمن و، او له دې پرته چې هغوی د هغه څه په هکله چې شا ته یې پریښولي څومره دردیدلي دلته د امریکا او نوي ژوند څخه لوړې هیلې لري. هغوی په امریکا او مونږ باندې باور لري."

انتوني بلینکن د مذهبي ډلو، خیریه بنسټونو، دولتي مقاماتو او عادي وطنوالو په ګډون له ټولو امریکایانو وغوښتل چې د افغان مهاجرو سره نه یواځې امریکا ته د راتګ پر وخت بلکې په راتلونکو میاشتړ او کلونو کې مرستې وکړي.

ښاغلي بلینکن وویل د وخت په تیریدو سره ددغو خلکو د ژوند داستان او تجربې د امریکا د ملت یوه برخه ګرځي او دغه مهاجرین د امریکایي ټولنې په بډایه جوړښت کې نغړي چې د هغه په وینا دا د امریکا د قوت یوه له سترو بیلګو څخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان مهاجرو سره پداسې حال کې د امریکایانو د مرستو غوښتنه کړې چې د یوې تازه ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې د امریکا ۷۲ فیصده خلک افغانانو ته چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د امریکایي پوځیانو او بنسټونو سره په افغانستان کې کار کړی و او اوس د هیواد خوشې کولو ته اړ شوي د پناه ورکولو ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG