د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سفارت شارژدافیرې په پاکستان کې د افغان میرمنو سره کتلي دي


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیګر
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیګر

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیکر وايي، له افغانستان څخه یو شمېر وتلې مېرمنې هیواد ته د ستنېدو په صورت کې د خپلو حقوقو تضمین غواړي.

اغلې ډیکر د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم ۱۹مه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان د خپل سفر په ترڅ کې یې په هغه هیواد کې له مېشتو یو شمېر افغان مېرمنو سره لیدلي دي چې افغانستان ته د بیرته ستنېدو په صورت کې د خپلو حقونو د نه تر لاسه کېدو په اړه یې اندېښنې درلودلې.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیکر زیاته کړې: "له افغانانو سره عاطفي خبرې ــ د هغه افغان مېرمنو په سترګو کې د اور لیدل چې غواړي بیرته افغانستان ته ستنې شي،خو وايي چې وېره لري چې واده ته به مجبوره شي او د زده کړو او کار څخه به محرومې شي. هغوی غواړي چې حقوق یې تضمین شي."

اغلې کرن ډيکر زیاته کړې چې موږ ( د امریکا متحده ایالات) هم د افغان مېرمنو لپاره هغه څه چې دوی یې غواړي ملاتړ کوو.

نوموړې وايي، له یادو افغان مېرمنو څخه یې غوښتي چې پیاوړې پاتې شي او افغانستان ته د بیرته ستنېدو پرمهال د افغانستان د داسې راتلوونکي سره مرسته وکړي چې د ټولو حقوق پکې خوندي وي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیره چې خپلې چارې له قطر څخه مخته وړي د تیرې چهارشنبې په ورځ پاکستان ته د سفر خبر ورکړ.

اغلې ډیکر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې له یاد سفر څخه یې هدف هلته له مېشتو افغانانو سره د افغانستان په اړه سلا مشورې کول دي، تر څو هلته د افغانانو او افغانستان څخه د ملاتړ په اړه له خلکو څخه واوري.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته یو شمېر افغانان پاکستان ته تللي دي.

له هیواد څخه وتلې یو شمېر افغان مېرمنې هیواد ته د ستنېدو په صورت کې پر داسې مهال د خپلو حقوقو د تضمین غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي‌ اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (عقرب۱۹) له طالب چارواکو څخه وغوښتل چې د نجونو او ښځو د بشري حقونو او ازادیو محدود کوونکې تګلارې او مقررات لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر تبا کروشي وویل چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونو ته په کې د تعلیم بشپړ حق نه ورکول کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د نجونو متوسطه او عالي لېسې وتړلې، په ښځو باندې یې کلک بندیزونه ولګول ‌او په یو تازه اقدام کې په پارګونو کې د ښځو ورزش او منډې وهل یې هم بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG