د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمیر افغانانو د ودونو له لارې د پاکستان پېژندپاڼې ترلاسه کړي - پاکستاني وکیلان


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې وکیلان وايي، تر ۹۰۰ زیاتو د پاکستانیو ښځو افغان خاوندانو او ۳۰۰ افغان مېرمنو له پاکستاني اتباعو سره د ودونو په اساس ددغه هېواد پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې امر ورکړ، چې هغه بهرني نارینه ته چې له پاکستانیو ښځو سره ودونه کوي، باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي.

د محکمې له دې پرېکړې وروسته ګڼو هغو افغانانو چې په پاکستان کې یې له پاکستانیو ښځو سره ودونه کړي، د پاکستاني پېژندپاڼو ترلاسه کولو دپاره محکمې ته درخواستونه ورکړي دي.

د پېښور د عالي محکمې وکیله مهوش محب کاکاخېل وايي، پدې محکمه کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ نور دا ډول درخواستونه تر کار لاندې دي. هغه وايي، د پاکستان نورو محکمو هم ورته پرېکړې کړي دي.

مېرمن کاکاخېل وویل: "په همدې لړ کې اوس اوس د لاهور د لوړې محکمې او د شریعت فدرالي محکمې دواړو پرېکړي راغلې دي،‌ چې هغه وايي،‌ چې دې کسانو ته به نور د پاکستان اوریجن کارټ پر ځای مخامخ د پاکستان تابعیت ورکړل کېږي.‌"

په پېښور ښار کې یو شمېر افغان هټۍ وال ددې خبر په اورېدو خوشحاله دي. ځینې یې وايي، پکار ده په پاکستان کې ټولو کډوالو ته ددغه هېواد تابعیت ورکړل شي.

افغان کډوال هټیوال عدالت خان وویل: "په کار دا دي چې د نورو سره هم داسې نرمي وشي او دا حق نورو ته هم ورکړل شي. ځکه زمونږ ۴۲ یا ۴۳ کاله دلته وشو او پيدایش مو هم دلته شوی دی."

د پښتونخوا په شمول د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په میلینونو افغان کډوال اوسي. ددې افغان کډوالو اکثریت ماشومان په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي دي.

د پاکستان د تابعیت قانون له مخې د هیڅ‌ یو هیواد کډوال دا حق نه لري، چې د پاکستان تابعیت تر لاسه کړي. خو ددې هېواد د محکمو له لورې د ودونو په اساس کډوالو ته د تابعیت ورکولو پرېکړه په دې برخه کې بدلون ښيي.

XS
SM
MD
LG