د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور د پوځي ښوونځي د وژل شویو کورنۍ لا هم انصاف غواړي


د پېښور د پوځي ښوونځي د پېښې درې کاله وشول
د پېښور د پوځي ښوونځي د پېښې درې کاله وشول

وسله والو طالبانو د ٢٠١٦ کال د ډسمبر په ١٦ نیټه په پېښور کې په یو پوځي ښوونځي حمله وکړه او ١٥٥ ماشومان او استادان یې ووژل.

هغه ماشومان چې په دغه پېښه کې وژل شویدي ، کورنۍ یې د حکومت نه گیله لري چې د دومره لوې غمژنې پېښې تحقیقات یې په سمه توگه ندي کړي.

شاهانه بي بي چې ١٧ کلن زوی یې (اسفند) په ښوونځي کې وژل شوی امریکا غږ ته یې وویل "زمونږ د سوالونو ځوابونه ندي راکړل شوي. زمونږ ماشومان چا ووژل، دغه قاتلان څنگه ښوونځي ته دننه لاړل."

هغه د حکومت د تحقیقاتو نه هم خوښه نده او وایي حکومت چې کوم تحقیقات کړیدي او کوم کسان یې په ګوته کړي، " دروغ دي." میرمن شاهانه زیاتوي " د ښوونځي هغه ماشومان چې په برید کې ژوندي پاتې شوي وایي د پاکستان حکومت چې د کومو کسانو عکسونه ورته ښوولي، د اصل حمله کوونکو ندي."

شاهانه بي بي وړاندې وایي چې په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف گوند ورته ویلي دي چې دا د "هغوي نه بلکې د پوځ مسولیت و، هغوي تحقیقات کړیدي او تاسو باید مطئین شئ."

د پېښور په پوځي ښوونځي کې د یو وژل شوي هلک پلار اجن خان هم په حکومت او امنیتي ځواکونو سختې نیوکې کوي. ښاغلی خان وایي چې وسله وال د مرستې پرته په دومره مهم ځای برید نشي کولی او زیاتوي چې د کور سړی د غل سره مل نه وي غل غلا نشي کولی " هر کله چي حمله وشي نو دوي وایي ترهگر د افغانستان نه راغلي و. زه خو وایم چې د ټولو نه لویه مسله په کور کې ترهګر دي. "

په ښوونځي د برید نه وروسته په پاکستان کې د چارو اکثرو کارپوهانو هیله ښودلې وه چې حکومت به د سختدریځو سره اړېکې په مکمله توگه ختمې کړي. خو دا دی شاوخوا درې کاله وروسته لا هم په حکومت انتقاد کیږي چې د ترهګرو او وسله والو ډلو سره اړیکې لري.

اجن خان په مرکې کې دا هم وویل چې د پېښور د ښوونځي د حملې نه وروسته ، په باچا خان پوهنتون او په پیښور کې د کرنې په انسټیټیوټ حملې دا ښیي چې هیڅ بدلون ندی راغلی.

"ما د خپل زوی سوري سوري سر لیدلی دی او هغه ماته دا پېغام پریښې چې زه د بل چا زامن دې ته پرېنږدم چې داسي ووژل شي."

نورین نصیر چې په پېښور پوهنتون کې پروفیسره او د بشري حقونو فعاله ده وایي چې د پیښور په پوځي ښوونځي کې د وژل شویو ماشومانو د مور او پلار سره یې کتلي دي او هغوي بیخي مطمین ندي.

" هغوي وایي چې مونږ ته دې یواځې دا ووایي چې په ښوونځي کې دننه څه شویدي. مونږ بل څه نه غواړو."

میرمن نورین امریکا غږ سره په مرکې کې زیاته کړه چې حکومت د تحقیقاتو پر ځای د ماشومانو عکسونه په ښار کې ځوړند کړي او فکر کوي چې مسؤلیت یې پوره شو. " د پېښور د ماشومانو عکسونه لگیدلي دي او داسې ښکاري چې د پېښور ښار یوازې د شهیدانو ښار دی. دا مور پلار ته سزا ورکول دي. هیڅ ډول مرسته ورسره نه کیږي او یواځې د هغوي د ماشومانو عسکونه ځړول شوي."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG