د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت تړون (اپتا) د نورو شپږو میاشتو لپاره وغځول شو.
دغه وزارت ویلي چې د یاد تړون د غځولو پروتوکول د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني او د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ستر سلاکار رزاق داوود ترمنځ په انلاین بڼه لاسلیک شو.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یو بیان کې ویلي: "د شپږو میاشتو لپاره د اپتا د تړون د غځولو (پروتوکول) د حقوقي تشې او د ترانزیتي او سوداګریزو ستونزو د مخنیوي په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی".
افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د اپتا په نوم د سوداګرۍ او ترانزیت تړون لاسلیک کړ. که څه هم دغه تړون د پنځو کلونو لپاره و خو لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ د باور وړ دی.
د اپتا د تړون په اساس افغانستان کولی شي چې د پاکستان واګې او کراچۍ بندر له لارې هند ته خپل سوداګریز توکي صادر کړي او همداشان دغه تړون پاکستان ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیاته صادرات وکړي.
د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د اپتا د نوي تړون د تدوینولو کار ۹۵سلنه بشپړ شوی دی او د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې د دغه تړون د نهايي کولو پر سر کار کوي.
د افغانستان حکومت ویلي چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان اصولو ته په پاملرنې غواړي چې د کابل – اسلاماباد ترمنځ د سوداګریز او ترانزیتي تړون تعدیل شي.