د لاس رسي وړ اتصالات

عربي هېوادونه سعودي‌ ته بلل شوي چې د سوریې په وضعیت وغږیږي   


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې نهه عرب هېوادونه سعودي عربستان ته بلل شوي چې د سوریې په اړه بحثونه وکړي، په دې وروستیو کې د دمشق د اوږدې انزوا د ختمېدو هڅې زیاتې شوې دي.

جدي ته د خلیج د همکارۍ د شورا شپږ غړي بحرین، کویټ،‌ عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عرب امارات بلل شوي او همدغه راز د مصر، عراق او اردن وزیران هم دعوت دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري وویل چې دا غونډه د جمعې په ورځ ده او زیاته یې کړه: «اساسي هدف د سوریې په وضعیت باندې خبرې کول دي.»

د سوریې ولسمشر بشارالاسد په ۲۰۱۱ کال کې په دغه هېواد کې د جګړې له پیل را وروسته په دپلوماتیک لحاظ منزوی شوی دی، خو په دې وروستیو دوو میاشتو کې یې متحدو عربو اماراتو او عمان ته سفرونه وکړل.

سعودي عربستان تېره میاشت اعلان وکړ چې له دمشق سره یې خبرې پیل کړې چې کونسلې چارې له سره پیل کړي. سوریه د دموکراسۍ پلوو مظاهره چیانو د وحشي ځپنې له کبله، چې په دغه هېواد کې د جګړې لامل شوه، له «عرب لیګ» خخه واېستل شوه.

ټاکل شوې چې د عرب لیګ راتلونکې غونډه د مۍ په میاشت کې په ریاض کې وشي.

الانصاري وویل چې سعودي عربستان د خلیج هېوادونو د شورا له لارې د سوریې په اړه دا غونډه بللې ده او په خبره یې د دمشق په اړه د قطر دریځ بدل شوی نه دی.

قطر له متحدو ایالتونو او ځینو نورو اروپايي هېوادونو سره په ګډه له بشارالاسد سره د اړیکو له عادي کولو انکار کړی.

ویاند وویل: «په سوریې کې د وضعیت په اړه تغرات راغلي او عرب لیګ ته د سوریې د بیا یوځای کېدو په اړه د عربانو نظریات هم موجود دي.»

نوموړي وویل چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر او صدراعظم به هم په غونډه کې برخه اخلی. د عراق حکومت ویلي دي‌ چې په بلنې باندې غور کوي.

فرانس پرس اژانس وایي چې د خلیج د همکارۍ شورا د اوس لپاره په دې مسئلې باندې له تبصرې کولو ډډه کړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري وویل چې د غونډې ګډونوال به «د موضوع په اړه نظریات تبادله او هر هېواد به د وضعیت په اړه خپل دریځ» څرګندوي. هغه زیاته کړه چې عراق، اردون او مصر هم بلل شوي، ځکه چې «اندېښمنه » لروونکي هېوادونه دي.

XS
SM
MD
LG