د لاس رسي وړ اتصالات

امارات وايي امریکا سره سیمه کې د کړکیچ کمولو لپاره ګډ کار کوي 


د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان

متحده عربي امارات وایي په سیمه کې د کړکیچ کمولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سره ګډ کار ته دوام ورکوي.

د رویترز خبري اژانس وایي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه چې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن له ادارې سره په سیمه کې د کړکیچ کمولو لپاره له نژدې کار کوي.

د اماراتو دولتي اژانس لیکلي چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي راب مالي سره په یوې تلیفوني مکالمې کې ویلي چې: «متحده عربي امارات ژمن دي چې اړیکې غښتلې کړي او د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن له ادارې سره نژدې کار وکړي چې په سیمه کې کړکیچ راکم شي.»

متحده عرب امارات او بحرین دوه عرب هېوادونه دي چې تازه یې د امریکا د متحده ایالاتو په منځګړیتوب له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو تړونونه لاسلیک کړ دي.

له مصر او اردن وروسته متحده عرب امارات درېیم او بحرین څلورم عرب هېواد شو چې له اسرائیل سره یې اړیکې عادي ‌کړې.

فلسطینیانو د عربي هیوادونو او اسرئیل د اړیکو عادي کیدل غندلي دي. فلسطینیان اندیښنه لري چې د اسرائیل سره د عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کولو دوام د فلسطیني اشغال شویو ځمکو څخه د اسرائیل د وتلو او د یو خپلواک فلسطیني دولت د منلو لپاره ددې هیواد اوږدمهاله دریځ کمزوری کوي.

XS
SM
MD
LG