د لاس رسي وړ اتصالات

آیا له موبایل څخه زیاته استفاده د نارینو د شنډیدو سبب کیږي؟


د یوې نوې څیړنې موندنو ښودلي، هر څومره چې نارینه د موبایل ټیلیفونونو سره بوخت شي په هماغه اندازه کیدای شي د هغوی د سپرم تراکم هم کم شي.

دغه نوې څیړنه چې د شنډیدو او عقیم والي په ژورنال کې خپره شوې ښیي، هغه نارینه چې په منظمه توګه له موبایل ټيلیفونونو څخه د اړیکو د نیولو، د ایمیلونو او پیغامونو د لوستلو او یا د موبایل اړوند نورو فعالیتونو په موخه استفاده کوي، د هغو کسانو په پرتله چې ددغو وسایلو سره تماس نلري، د هغوی د سپرم غلظت شاوخوا ۲۰ فیصده کم دی.

نورو څیړنو هم ښودلې چې په تیرو پنځو لسیزو کې د نارینو د سپرم کیفیت ټیټ شوی چې د څیړونکو او ساینس پوهانو په وینا د چاپیریال، بیولوژیکي او د ژوندانه د بدلونونو د عواملو له ترکیب سره تړاو لري.

د سپرم په کیفیت باندې د موبایل ټیلیفون د کارونې د اغیزې په اړه د نوې څیړنې په لنډیز کې ویل شوي چې په تیرو څو لسیزو کې د ګرځنده ټيلیفونونو کارول د پام وړ کچه زیات شوي او داسې اندیښنې مخ په ډیریدو دي چې ښایي ددې وسایلو لخوا رامنځته شوي بریښنایی مقناطیسي څپې د انسان په روغتیا په ځانګړي توګه د زیږون په فعالیتون باندې ناوړه اغیزې لري.

د جینوا پوهنتون ساینس پوهانو او د سویس د عامې روغتیا انسټیټیوټ د نارینو په جنسي روغتیا باندې د موبایل ټيلیفونونو د اغیز د څیړنې لپاره د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د ۱۸ څخه تر ۲۲ کالو عمر لرونکو ۲۸۸۶ نارینو د سپرمونو په اړه معلومات راټول او و اروزل. د دې څیړنې ګډونوالو د خپلو ګرځنده ټيلیفونونو د مودې او د تماسونو د تکرار په اړه او دا چې دوی خپل ګرځنده ټيلیفونونه چیرته ږدي، معلومات ورکړل.

هغه کسان چې خپل ګرځنده ټيلیفون په ورځ کې ۲۰ ځله یا ډیر کاروي د هغو کسانو په پرتله چې په اونۍ یا ورځ کې یو ځل ګرځنده ټيلیفون کاروي، د سپرم غلظت یې ۲۱ په سلو کې کم و.

خو بیا هم پوهانو ویلي دي، چې د ګرځنده ټيلیفون کارولو او د سپرم کیفیت ترمنځ اړیکه د هغو کسانو ترمنځ جوته وه چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ یې په څیړنه کې برخه اخیستې وه او د راتلونکو کلونو په څیړنو کې چې د ۲۰۱۸ پورې یې دوام درلود، دا اړیکه او تناسب کم شوی و.

د موبایل ټيلیفون جوړونکو شرکتونو ویلي چې په دې وروستیو کلونو کې د موبايل په ګډون د موبایلو وسایلو په تولید کې له عصري تکنالوژۍ کار اخیستل کېږي چې د پخوانیو ټيلیفونونو په پرتله د انسان روغتیا ته لږې زیان رسونکې فریکونسۍ تولیدوي.

په سویس کې د عامې روغتیا د انستیتیوت پروفیسور، مارتین روسلي چې په دې نوې څیړنه کې ښکیل و وویل چې د مخابراتي شبکو په پراختیا او عصري کیدو سره د زیان رسوونکو فریکونسیو تولید هم کم شوی دی.

ساینس پوهانو ویلي دي چې نوې موندنې په ټولیزه توګه قطعي ندي او دا چې د ګرځنده ټيلیفونونو کارول د نارینه په شنډیدو څه ډول اغیز کوي ډیرو پراخو، ژورو او نورو څیړنو ته اړتیا ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG