د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت وايي، د کندهار ارغنداب ولسوالي یې له طالبانو پاکه کړې


د کندهار ارغنداب ولسوالي
د کندهار ارغنداب ولسوالي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو د پيل شوو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن دوشنبه اپرېل ۵ (وري ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ارغنداب ولسوالیو په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه: "افغان ملي اردو په کندهار ولایت په ځانګړي ډول پنجوايي، ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې طالبانو ته بېسارې مرګ ژوبله اړولې ده."

دفاع وزات پر داسې مهال د ارغنداب ولسوالۍ د تصفیې خبر ورکوي چې تیره شپه هم له یادې ولسوالۍ څخه د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالیو کې د شااوخوا څلورو میاشتو راپدېخوا د افغان سرتیرو او طالبانو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده، تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې طالبان د یادې ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۸ ولایتونو کې ۱۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۱ نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل دغه مرګ ژوبله په کندهار، غزني، ننګرهار، زابل، هرات، کندز، بغلان او بدخشان ولایتونو کې طالبانو ته رسېدلې ده.

ښاغلي امان وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال په دفاعي حالت کې دي او په وینا یې که چیري طالبان ورباندي برید وکړي په وړاندې به یې اقدام وکړي.

نوموړي د یادو عملیات پر مهال افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه ډلې ویاند ادعا کړې ده چې وسله والو یې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر یو مرکز برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

طالبانو تیره ورځ په کندهار او بدخشان ولایتونو کې د افغان سرتیرو عملیاتو ته په غبرګون کې وویل که چیري دا عملیات بند نشي دوی به یې هم پر وړاندې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG