د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوایي ډګر بشري مرستو او داخلي پروازونو ته پرانستل شو 


په افغانستان کې د قطر سفیر وايي ددې هیواد تخنیکي ټیم وتوانید چې د کابل هوایی ډګر د بشردوستانه او کورنیو الوتنو لپاره پرانیزي.

د رویټرز اژانس د الجزیرې په حواله ویلي چې د هوایی ډګر رن وې د افغان چارواکو په مرسته ترمیم شوی او دوه داخلي الوتنې له کابل څخه مزار شریف او له کابل هوایی ډګر څخه کندهار ته شوي دي.

په ورته وخت کې ، اریانا هوایی شرکت په خپله فېسبوک پاڼه د کورنیو الوتنو لپاره د کابل هوای ډګر د بیا پرانستلو اعلان وکړ.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته یوه قطري الوتکه لومړۍ بهرنۍ الوتکه وه چې د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر لومړۍ (وږي ۹) د کابل په هوایی ډګر کې راښکته شوه.

د کابل هوایی ډګر د اګست په ۳۰ مه د بهرنیو اتباعو او د هغوی افغان همکارانو له وتلو وروسته وتړل شو.

دوحه ، چې په تیرو دوه اونیو کې له افغانستان څخه د کډوالو او وتلو لپاره د ترانزیت لوی مرکز و، ویلي چې د کابل په هوایی ډګر کې د عملیاتو د بیا پیل لپاره سخت کار کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډومینک روب سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد یې د کابل په هوایی ډګر کې د تخنیکي ملاتړ لپاره له طالبانو او ترکیې سره په خبرو بوخت دی.

ښاغلي عبدالرحمن الثاني هیله څرګنده کړه چې د کابل په هوایي ډګر کې بشپړ عملیات ژر پیل شي.

په ورته وخت کې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوو اوغلو د پنجشنبې په ورځ وویل چې انقره د کابل هوایی ډګر لپاره د طالبانو او نورو وړاندیزونه ارزوي. هغه زیاته کړه چې د کابل هوایی ډګر دننه او بهر امنیت یو له لومړیتوبونو څخه دی.

د کابل هوایی ډګر بیا پرانیستل د قطري چارواکو سره د جرمني ، هالنډ او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د لویدیځ چارواکو لپاره د بحث یوه لویه موضوع وه. ټاکل شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر او همدارنګه د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG