د لاس رسي وړ اتصالات

اریانا افغان هوايي شرکت د کابل-دوبۍ پروازونه بیا پيلوي


د اریایانا افغان هوايي شرکت
د اریایانا افغان هوايي شرکت

د اریانا افغان هوايي شرکت وايي چې نن دوشنبه نومبر اتمه (لړم۱۷) به له کابل دوبۍ ته او له دوبۍ کابل ته پرازونه بیا پیلوي.

دغه شرکت په خپل رسمي فیسبوک صفحې کې لیکلي دي چې له دې وروسته به هره ورځ دا پروازونه وي.

د دغه شرکت د معلوماتو اساس له کابل څخه دوبۍ ته به د یو مسافر د ټکټ بیه ۵۵۰ افغانۍ او له دوبۍ څخه کابل ته به ۹۰۰ درهم وي.

دا په داسې حال کې ده چې سلګونه مسافر د کابل دوبۍ او دوبۍ کابل پروازونو ته منتظر دي. اکثریت مسافر داسې دي چې له څو میاشتو راهېسې په متحدو عربو اماراتو کې اېسار پاتي‌ دي.

د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته افغانستان ته د ټولو هوايي شرکتونو پروازونه بند شوي. په تېرو څو اونیو کې یوازې د پاکستان پي آی اي هوايي شرکت کابل او مزار ته څو پروازونه وکړل.

د یو شمېر مسافرو له لوري د ټکټونو د بیو د لوړ قیمت په اړه له شکایت وروسته، د طالبانو حکومت د پي آی اي شرکت ته وویل چې د ټکټونو قیمت را ټېټ کړي، که نه افغانستان ته به یې پروزاونه بند کړي.

له دغه اعلان لږ وروسته پي آی اي اعلان وکړ چې د طالبانو د مداخلې له کبله افغانستان ته خپل پروازونه ځنډوي.

د طالبانو تر راتګ مخکې له کابل څخه اسلام اباد د پي آی اي د ټکټ قیمت له ۱۲۰ ډالرو نیولې تر ۱۵۰ پورې و، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د دغو ټکټونو قمیت د ۱۲۰۰ ډالرو څخه نیولې تر ۲۵۰۰ ډالرو پورې ورسېده.

XS
SM
MD
LG