د لاس رسي وړ اتصالات

نهان: په ځینو سیمو کې وسله‌وال له کانونو څخه ګټه اخلي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت، د طبیعي زیرمو له قاچاق څخه د دولت د وسله‌والو مخالفینو د عوایدو په اړه د ګلوبل ویټنیس د ریپوټ محاسبه ناسمه ګڼي، خو دا مني چې په یو شمیر سیمو کې وسله‌والې ډلې د افغانستان له کانونو څخه ناقانونه ګټه اخلي.

د ګلوبل ویټنیس نړیواله اداره، چې د طبیعي زیرمو د ناقانونه استخراج په اړه څیړنې کوي، په خپل وروستي ریپوټ کې ویلي، چې د داعش ډله د افغانستان له کانونو څخه هرکال سلګونه زره ډالر عواید ترلاسه کوي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د ګلوبل ویټنیس د ریپوټ په غبرګون وايي، چې د دغه هیواد د طبیعي زیرمو یوه برخه له پروسس پرته او په ارزانه بیعه پاکستان ته لیږدول کیږي او هلته له پروسس وروسته د پاکستان په نوم بهرنیو هیوادونو ته په لوړه بیعه صادریږي.

اغلې نهان چې د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، په افغانستان کې د یو ټُن ټَلک ډبره په ۶۰ ډالرو تمامیږي، خو له پروسس وروسته په نړیوال مارکیټ کې د پاکستان په نوم په ۲۶۰ ډالرو پلورل کیږي.

هغې دغه راز په افغانستان کې د یو ټُن کرومات ډبرې بیعه ۲۰۰ ډالره وښوده او ویې ویل "کله چې دا پروسس کیږي بیعه یې لږ تر لږه ۲۰۰۰ ډالرو ته رسیږي، همداشان د یو ټُن مرمرو بیعه ۲۵۰ ډالره ده، خو کله چې پروسس کیږي ۱۰۰۰ ډالرو ته رسیږي، زموږ د رُخام بیعه خو ښايي په نړیوال مارکیټ کې ۳۵۰۰ ډالرو ته ورسیږي، ګلوبل ویټنیس په نړیوالې بیعې د افغانستان د کانونو محاسبه کړې او ویلي یې دي، چې داعش ترې هم ګټه اخلي".

ګلوبل ویټنیس ویلي، چې له افغانستان څخه د روان عیسوي کال تر مارچ میاشتې پورې د ننګرهار ولایت د ټَلک د کان شاوخوا ۵۰۰ زره ټُنه ډبرې پاکستان ته صادر شوي دي.

د ننګرهار ولایت د ټَلک، کرومات او مرمرو لویې طبیعيي زیرمې لري. ګلوبل ویټنیس ویلي، چې په دغه ولایت کې د وسل‌والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د جګړو لوی لامل د کانونو کنټرول دی.

نظام کې دننه زورواکي

د افغانستان د کانونو په سکتور کې بله لویه ستونزه، په نظام کې دننه د زورواکو له خوا په غیرقانوني توګه د طبیعيي زیرمو استخراج دی.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې په دې اړه وویل "یو شمیر زورواکي چې په نظام کې دننه دي، چې له همدغه نظام څخه ټول مستفید شوي دي، خو په ورته وخت کې په غیرمستقیم ډول د کانونو په غیرقانوني استخراج کې هم لاس لري".

د افغانستان د کانونو له سکتور څخه د غیرقانوني استفادې د مخنیوي لپاره افغان حکومت د کانونو د استخراج اکثره پخواني تړونونه ځنډولي دي.

د آغلې نهان پر وینا د نوې کړنلارې له مخې د افغانستان د لویو کانونو د استخراج تړون به له هغو کمپنیو سره ترسره شي، چې لږ ترلږه د لس میلیون ډالرو د پانګونې ظرفیت ولري او استخراج شوي کانونه په کور دننه پروسس کړي.

که څه هم د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۰ کال د سروې له مخې، د افغانستان د طبیعي زیرمو ارزښت ۱۰۰۰ میلیارد ډالره ښودل شوی،خو د افغانستان د کانونو وزارت بیا په دغه هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د طبیعيي زیرمو د موجودیت اټکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG